سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران د «فتاح» په نوم لومړنی تر غږ چټک بالستیک توغندی نندارې...

ایران د «فتاح» په نوم لومړنی تر غږ چټک بالستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ.

ويب ډیسک

ایران نن د یاد هېواد د ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو پوځي چارواکو په حضور کې، د «فتاح» په نوم لومړنی تر غږ چټک بالستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ.

د ایراني رسنیو په وینا، دا توغندی ۱۴۰۰ کیلومتره مزل کولای شي او له هر ډول دفاعي سپرونو تېریدی شي.

د معلوماتو له مخې، فتاح توغندی د دقیق هدف ویشتلو، لوړ سرعت، فوق العاده مانور او له راداري سپرونو د وتلو او پټېدو وړتیاوې لري.

تر غږ چټک «هاېپرسونیک» هغه توغندي دي چې تر غږ پنځه چنده چټک مزل کولای شي. دا ټکنالوژي تر دې وړاندې امریکا، روسیه چین او ځينو نورو هېوادونو تولید کړې او کارولې ده

#Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه