سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیونیسف غوښتي چې سمدستي د انجونو زدکونکو د مسمومولو دې پیښې څېړنه...

یونیسف غوښتي چې سمدستي د انجونو زدکونکو د مسمومولو دې پیښې څېړنه وکړي او عاملین یې ونیسي.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د زده‌کوونکو په مسمومېدو خواشیني ښودلې او له ت.البانو یې غوښتي چې سمدستي د دې پیښې څېړنه وکړي او عاملین یې ونیسي.

یونیسف ویلي، ښوونځي باید د زده‌کوونکو لپاره خوندي ځایونه وي، څو هغوی له کومې وېرې پرته زده‌کړې وکړي.

دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی چې ت.البان باید افغانستان کې د نجونو او ښځو د خوندیتوب لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلی.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ دوو ښوونځیو کې د ۶ ښځینه ښوونکو په ګډون شاوخوا ۸۰ هلکان او نجونې په مرموز ډول مسموم شول.

#AfghanGirls

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه