ويب ډیسک
پاکستان کې د ت.البانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، د سفارت د مهاجرینو څانګې او کراچۍ کې افغان کونسلګرۍ د پرلپسې هڅو په ترڅ کې پرون له ۱۵ تر ۲۰ کسان اسلام اباد کې او تر ۲۵ نور افغانان د کراچۍ له زندانونو آزاد شوي دي.
د دغه سفارت په وینا اسلاماباد او پېنډۍ کې پولیسو په دې تور افغان کډوال نیولي چې د “مې ۹مې” په لاریونو کې یې برخه اخېستی ده او یا د اوسېدو اسناد نه لري. سفارت زیاتوي چې نیول شوي کسان ټول بې ګناه او غریب خلک دي او لاریونونو کې یې ګډون نه دی کړی.
یاد سفارت همدراز ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ادارو سره یې د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړي دي چې هغوی ورته د حل په موخه ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانونو د نېولو او ځورولو راپورونه خپاره شوي دي.
#AfghanRefugees #Pakistan


