سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه وايي ترڅو چې ا،ا،ا شرائط پوره نه کړي په رسمیت يي...

روسیه وايي ترڅو چې ا،ا،ا شرائط پوره نه کړي په رسمیت يي نه پیژنو

ويب ډیسک

د روسیه د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف وایي، د ت.البانو له لوري ځينې شرطونه نه دي پوره شوي او ترڅو چې دا شرطونه پوره نه شي، مسکو د ت.البانو په رسمیت پېژندل نه شي ارزولی.

د ت.البانو له لوري قومي او سیاسي متوازن حکومت، ترهګرۍ او د مخدره موادو قاچاق سره مبارزه او د ټولو افغانانو او خصوصاً د تاجکو د لومړنیو حقونو تضمین هغه شرایط دي چې لاروف یې یادونه کړې ده.

لاروف ویلي، ت.البان اوس د افغانستان د داخلي سیاست حاکم قوت دی او په وینا یې روسیه دې نتیجې ته رسېدلې چې باید تعامل ورسره وشي.

روسیه چې له وړاندې یې د ت.البانو په اړه ښه نظر درلود، د دې ډلې د نږدې دوه کاله واکمنۍ وروسته یې لا هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو کې ؤ چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې کابل کې خپل سفارت پرانیستی وساته.

#Russia #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه