دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خیبرپښتونخوا، په یوه وسله‌واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي...

د خیبرپښتونخوا، په یوه وسله‌واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

ويب ډیسک

د خیبرپښتونخوا په تیراه سیمه کې، په یوه وسله‌واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان له منځه تللي دي.

په نښته کې د دوو وسله‌والو د له منځه وړلو او څلورو نورو د ټپي کېدو ادعا هم شوې ده.

وژل شوي پوځیان ۲۶ کلن وقاص علي د چارسدې او ۲۴ کلن باسط علي د پېښور اوسېدونکي ښودل شوي دي.

خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې په بېلابېلو سیمو کې به د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړي.

بل خوا د پښتنو د حقونو د ځینې فعالان وایي چې د پاکستان حکومت یاد عملیات یوازې د خپل فنډ موندلو لپاره کوي چې هر اړخیز زیان یې په سیمه کې مېشتو پښتنو ته رسېږي.

#Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه