ويب ډیسک
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، د ISI مشر ندیم انجم او ځينې نور لوړپوړي چارواکي کابل ته تللي او طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وایي، دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او اقتصادی همکاریو خبرې کړې دي.
ملا برادر دې لیدنه کې ټينګار کړی چې اقتصادي او سوداګریز مسایل دې له سیاسته جلا شي او له پاکستانه یې د هغو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې چې د دې هېواد په زندانونو کې بندیان دي.
هغه همداراز په تورخم او سپین بولدک پولو کې مسافرو او عاجلو ناروغانو لپاره د ځانګړو اسانتیاؤ رامنځته کېدو غوښتنه کړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر په وینا، پاکستاني پلاوي د دې ستونزو د حل د ډاډ ترڅنګ ویلي چې د اړوندو هېوادونو موظفې کمېټې به په دې برخه کې کار وکړي.
د پاکستان دغه لوړپوړی پلاوی داسې حال کې کابل ته راغلی چې تېره دوشنبه تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د شخړې له امله دروازه د مسافرو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.


