ويب ډیسک
د پخواني حکومت په دوران کې د میدان وردګ ولایت لومړنۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفه غفاري د لوتر په نامه جایزه ګټلې ده. د شنبې په ورځ غفاري ته د لوتر د ښارونو د ټولنې له لوري ۱۰۰۰ یورو جایزه هم ورکړل شوې ده.
ظریفه غفاري د آلمان په شمالکالدن ښار کې د ویلهمسبرګ په تاریخي ودانۍ کې دغې جایزې ته نومول شوې وه. د جایزې تنظیم کوونکو ویلي چې غفاري د ۲۰۱۸م کال نه تر ۲۰۲۱م کاله پورې د میدان وردګ ولایت کې د لومړنۍ افغان ښاروالې په توګه کار کړی دی.
میرمن غفاري په خپله کاري موده د ښځو له پاره یو بازار هم جوړ کړی چې له کبله یې میرمنو ته کاري زمینه هم رامنځته شوې.
واک ته د طالبانو تر بیا رسیدو وروسته، غفاري له خپلې کورنۍ سره آلمان کې ژوند کوي. له ویرې پرته د کلماتو په نامه د لوتر دغه جایزه هر دوه کلونه وروسته په آلمان کې د ۱۵ ښارونو د اتحادیې له لوري ورکول کیږي. دغه جایزه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په جرأت سره خپل غږ پورته کوي او عمل کوي.


