سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍحمزه یوسف د سکاټلنډ د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته...

حمزه یوسف د سکاټلنډ د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته له خپلې کورنۍ سره د وزارت په مقر کې افطار وکړ.

ویب ډیسک

پاکستاني الاصله سکاټلندي سیاستوال یوسف حمزه د سکاټلنډ د حکومت د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته له خپلې کورنۍ سره د وزارت په مقر کې افطار وکړ.

نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي دي: «د پارلمان تر نننۍ رای اچونې وروسته ما او کورنۍ مې لومړنۍ شپه په بوت هاوس (د حکومت د مشر استوګنځای) کې تیره کړه. ځانګړې شیبه هغه وه چې ما په کې په بوت هاوس کې امامت وکړ؛ کوم چې له افطار وروسته معمول دی.»

حمزه یوسف لومړی غیر سپين پوست او مسلمان دی چې د سکاټلنډ د حکومت ریاست یي په غاړه اخیستی دی. نوموړي ژمنه کړې ده چې له بریتانیا څخه د سکاټلنډ د خپلواکۍ غورڅنګ به کړندی کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د سکاټلنډ د ملي ګوند (SNP) د رهبرۍ ترلاسه کولو وروسته وویل: «نیا او نیکه مې تر ۶۰ کلونو ډیر پخوا له پنجاب څخه سکاټلنډ ته سفر وکړ، د داسې مهاجرو په توګه چې په سختۍ سره یي یوه کلیمه انګلیسي خبرې کولی شوې. نه یې شوای کولی چې په خپلو خیالونو کې هم تصور وکړي چې لمسی به یي یوه ورځ د راتلونکي لومړي وزیر د (انتخاب) په درشل کې وي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه