ويب ډیسک
امریکايي انجنیر مارټین کوپر چې ۵۰ کاله مخکې یې موبایل تیلیفون اختراع کړ وايي، لیرې نده چې موبایل د ناروغیو د درملنې دپاره وکارول شي.
دا ۹۴ کلن انجنیر چې د “موبایل تیلیفون په پلار” شهرت لري، وايي دغه وړه وسیله چې زموږ په جیبونو کې ده، خورا ډیر ظرفیت لري.
هغه وویل: “ممکن زما خبره مبالغه ښکاره شي، خو زه ویلای شم چې یو نسل وروسته به موبایل تیلیفونونه د ناروغیو د درملنې دپاره کارول کیږي.”
کوپر وايي، پرمختللي تیلیفونونه به د انسانانو له وجود سره داسې وتړل شي چې ناروغۍ وڅاري او له ناروغ کیدو وړاندې انسان پرې خبر کړي.
خو د اوس دپاره کوپر وايي، د موبایل تیلیفونونو مشکل دا دی چې خلک یې په کتلو باندې له اندازې زیات وخت لګوي.
مارټین کوپر وايي، خلک باید د موبایل په استعمال کې له اعتدال څخه کار واخلي او په ساعتونو پکې سترګې ښخې نکړي.
هغه وویل: “د داسې خلکو په لیدلو ډیر تعجب کوم چې له سرک څخه د تېرېدلو پر وخت په خپل موبایل کې یې سترګې ښخې کړي وي. دې خلکو خپل اعصاب له لاسه ورکړي دي.”


