سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنیکي هیلي: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ناورین او د...

نیکي هیلي: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ناورین او د شرم خبره بللې

ويب ډیسک

ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ سفيره د دغه هېواد د دفاع پر وزير لویډ آسټین نيوکه کړې، چې ويلي يې دي له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په وتلو هېڅ افسوس نه کوي.

نیکي هیلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ناورین او د شرم خبره بللې او ویلي یې دي چې په سپینه ماڼۍ او پنټاګون کې هېڅوک نه دي ګوښه شوي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدې نیکي هیلي له دې وړاندې د افغانستان په اړه د جوبایډن پر بهرنۍ تګلارې نیوکه کړې وه او ویلي یې ؤ چې د ده د سترګو په وړاندې د ترهګرو یوې ډلې افغانستان فتح کړ او زموږ پوځیان یې ووژل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه