ويب ډیسک
د امریکا په پنسلوانیا ایالت د چاکلېټو په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ورک دي.
پولیسو په پېښه کې د ټپيانو کره شمېره نه ده څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې ډېر شمېر کسان د پېښې له امله ټپيان شوي دي.
د پېښې له امله د فابریکې ودانۍ نړېدلې او شاوخوا ودانیو او کورونو ته هم زیانونه اوښتي.
نړیوالو رسنیو ویلي چې په لومړیو کې د پېښې له ځایه ۹ تنه روغتون ته لېږدول شوي.
د پېښې د لامل او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
یاده فابریکه له ۱۹۴۸ز کال راهیسې فعالیت کوي او ۸۵۰ کارکوونکي لري.


