ويب ډیسک
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې په لومړي ځل د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو تر منځ د شل اوریزو نړیوالو لوبو سیریز د مارچ په ۲۴ نېټه د متحده عرب اماراتو په شارجه کې پیل شو، چې لومړۍ هغه افغان لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.
د لوبې پچه پاکستان وګټله، چې په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د پاکستان لوبډله و نه توانیده چې خپلې سیالې لوبډلې ته نسبتا یو لوړ هدف وټاکي.
د پاکستان د سر لوبغاړي ژر وسوځیدل او د ۶۰ په مجموعي منډو یې شپږ لوبغاړي سوځیدلي وو. په پای کې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د پاکستان لوبډلې ۹۲ منډې وکړې.
د پاکستان لوبډلې هېڅ کوم لوبغاړي له شلو ډېرې منډې ونه کړې، تر ټولو زیاتې منډې د امداد وسیم وې چې په ۳۲ توپونو یې اتلس منډې وکړې او د فضل حق فاروقي په توپ وسوځید.
توپ اچونه کې د افغان لوبډلې له لوري فضل حق فاروقي، مجیب الرحمان او محمد نبي عیسی خېل د سیالې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د نسبتا اسان هدف په تعقیب د افغانستان لوبډلې د سر څلور لوبغاړي هم یو په بل پسې ژر وسوځیدل، خو د محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ ترمنځ ملګرتیا لوبه بریا ته ورسوله.
محمد نبي ۳۸ منډې وکړې او تر اخره ناسوځیدلی پاتې شو. د افغانستان لوبډلې ټاکلی هدف په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ.
محمد نبي په خپل ویډیويي پیغام کې د خپلو توپ اچوونکیو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې لوبغاړو ویشتنځای ته په کتو «ښه» لوبه وکړه. دغه راز، لوبډلمشر راشد خان هم د مبارکۍ سربېره هیله څرګنده کړه، چې دوه نورې لوبې هم وګټي، څو دا سیریز په خپل نوم کړي.
تر دې دمخه د پاکستان او افغانستان د لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ او شل اوریزې نړیوالې لوبې شوي دي، خو د افغانستان لوبډلې کومه لوبه ترې نه وه ګټلې.
د افغان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبو د دې لړۍ دوه نورې لوبې د مارچ په ۲۶ او ۲۷ نېټه کېږي.


