دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلینکن وايي : امریکایي اتباع په افغانستان کې دي چې یو شمېر...

بلینکن وايي : امریکایي اتباع په افغانستان کې دي چې یو شمېر یې بندیان دي.

ويب ډیسک

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، لا هم ۱۷۵ امریکایي اتباع په افغانستان کې دي چې یو شمېر یې له طالبانو سره بندیان دي. هغه زیاته کړې چې د دې کسانو هویت پټ ساتل کېږي.

بلېنکن د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په وینا کې زیاته کړې، چې ځينې امریکايي اتباع د جمهوري نظام له سقوط راهیسې افغانستان کې پاتې ؤ او ځينې نور وروسته تللي دي.

‏د بېلنکن په وینا له دې ډلې ۴۴ تنه غواړي له افغانستانه راووځي چې د امریکا حکومت یې د خوندي لېږد لپاره کار کوي. د امریکا کانګرس پر حکومت نیوکه کوي، چې له افغانستانه د تخلیې پروسه یې سمه نه ده مدیریت کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه