ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات وایي، نن سهار په تورخم ښارګوټي کې د ذاکر په نوم د پولیسو یوه افسر له خلکو سره ناوړه چلند کړی و، چې ژر تر ژره ونیول شو او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده، چې قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه زیاته کړې هیڅکله به د پولیسو په سپېڅلیو لیکو کې هغو اشخاصو او کړیو ته د شتون اجازه ور نهکړو، چې د پولیسو له نوم او مقدس لباس څخه ناوړه ګټه اخلي، ځکه د پولیسو یونیفرم د باور او سکون نښه ده، نه د ډار او وحشت.
د پولیسو په لیکو کې به د غیر مسلکي افرادو د شتون او د ځینو منسوبینو د ناغېړۍ او ناوړه چلند په اړه شکایتونه وي، خو دا کار باید دښمن ته دا موقع ور نهکړي، چې د تبلیغاتي جګړې له لارې زموږ نظام او ټول امنیتي ځواکونه بدنام کړي.
د دې پر ځای چې د دښمن د تبلیغاتي جنګ برخه وګرځئ، د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لپاره خپل نظریات راسره شریک کړئ؛ موږ دې برخه کې ګټورې اصلاحي برنامې په پام کې لرو، چې د تطبیق له لارې به یې له پولیسو ستاسو د رضایت او باور کچه لوړه شي.


