دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اسلام مبارک دین پښتنو په زور او که په خوښه قبول...

د اسلام مبارک دین پښتنو په زور او که په خوښه قبول کړي دی؟

لیکنه: زمری محقق


که څه هم ځینی مؤرخین عقیده لری چی افغانانو په خپله خوښه د اسلام دین قبول کړی دی خو د د تاریخی سناد دو او شوهدو له مخی ویلای سو چی په دغو سیمو کی اسلام د توری او شمشیر په زور راغلی او په تدریج سره خلکو منلی دی .
یو دهغو مؤرخینو څخه چی وایی اسلام په خپله خوښه افغانانو منلی دی ، بیلو دی چی وایی : « افغانان د خپلی عنعنی په اساس د هغو اقوامو په جمله کی راځی چی اسلام یی په خپله خوښه منلی دی او څرنګه چی افغانان په ویاړ سره ځانونه بنی اسرائیل ګڼی نو دا د دی معنا لری چی ددوی دا ادعا به غالبآ رښتیا وی چی اسلام یی د دغی سیمی له نورو اقوامو نه مخکی منلی دی . ځکه د دوی اصلی مذهب یعنی یهودیت ، اسلام ته ډیر ور نژدی دی »
(بیلو، د افغانستان د قوم پیژندنی مطالعه ، ۱۹ مخ)

په داسی حال کی چی موږ د بیلګی په توګه د (شاه دوشمشیره مسجد) په کابل ښار کی اوس هم لرو چی د مسلمانانو د درندو جنګونو او د توری په زور ددی خاوری نیولو او د خلکو د مسلمانو ولو په هکله حکایت او د لیث بن قیس بن عباس په مشری دسختو او خونړو جګړوه یادونه کوی .

تاریخ شاهد دی چی د لومړی ځل لپاره د اسلام لښکرو پر لرغونی بست باندی په ۳۶ هجری کال کی ، یرغل وکړ . د دوی لښکرو د لیث بن قیس په مشری د کابل په لور حرکت وکړ ، په کابل کی سخته جکړه ومښتل ، د کابل لوړ او ټینګ دیوال یی د (منجنیق) (۱) په وسله ونړوی او د سختی جګړی وروسته ورڅځه تیر سول چی دیی خونړی جګړی په نتیجه کی لیث شهید او په همدغه اوسنی( شاه دوشمشیره مسجد )کی ښخ سوڅرنګه چی په دغه جنګ کی لیث په دوو تورو جګړه کوله او د کابل سر تیری او عسکر یی وژله نو له نهمدی امله دغه مسجد هم د شاه دوو شمشیره په نوم نومول سوی دی . په دغه جګړه کی مسلمانان په بشپړه توګه فاتح سول .
دا مسجد څو واره وران سوی دی خو په ۱۳۰۶ هجری کال کی د آمان الله خان د مور په مرسته بیا ترمیم او ورغول سو .
د تاریخی روایاتو څخه دا هم په ډاکه سوی ده چی حتی د اسلام د مقدس دین د پیل په وختونو کی په پنځلمسم هجری کال کی مسلمانانو پارسیانو ته د مسلمانی احکامو د منلو او سلامی شریعت په بنسټ د اجرآتو د سرته رسولو په مقصد ، یو اسلامی پلاوی ور ولیږی . او ورته څرګنده یی کړه چی په دی درو وړاندیزونو کی کوم یوه سره موافق یاست : اسلام منی ، جزیه راکوی او که جګړی ته چمتویاست .
څرنګه چی هغوی جزیه او اسلام په خپله خوښه قبول نه کړ نو د (معرکة القادسیة) جګړه پیل سوه .او په نتیجه کی پارسیان د یوه ښار څځه بل ښارته وتښتیدل چی په پای کی د افغانستان اوسنیو سیمو یعنی خراسان ته د مجاهدینو په تعقیب راورسیدل چی په تاریخ کی یی کیسه داسی ثبت سوی ده :
«… حضرت سعد رضی الله عنه امیر المؤمنین ته تفصیلي خط ولېږلو د قادسې سره خوا کې د ځایونو په اړه ، د جنګ د تیاري په اړه او د فارسیانو د لوی لښکر په اړه یې ورته معلومات ورکړل او ورته یې ولیکل چې هغوی غواړي چې مونږ له بیخه ورک کړي او مونږ غواړو چې دوی ورک کړو او کار به هغه کیږي چې الله تعالی یې غواړي .
حضرت عمر رضی الله عنه چې مهربان ، ماهر ، هوښیار ، تکړه امیر المؤمنین وو حضرت سعد بن ابی وقاص ته یې مسلسل خطونه لېږل او داسې یې ساتلی وو لکه دا جنګ چې ټول حضرت عمر رضی الله عنه پخپله اداره کوي او دا چې هغوی لوی لښکر را ویستی پدې اړه یې ورته ولیکل :
هغه څه چې تاته له دوی څخه را رسیږي وارخطا دی نه کړي زما په زړه کې دا خبره غورځېدلې ده چې کله تاسې له هغوی سره مخامخ شئ تاسې به هغوی ته ماتې ورکړئ دا چې تاسې به ماتې وخورئ دا شک مو له زړه څخه لرې کړئ په زړونو کې یقین واچوئ چې هغوی به ماتې خوري له الله تعالی نه مرسته وغواړئ او په هغه باندې توکل وکوئ چې کله مو له چا سره تعهد کولو ټینګ ورباندې دریږې او خیانت مه کوئ او په خپلو ملګرو کې څو په خبرو او بیان کې تکړه کسان را ټول کړه او د فارسیانو مشر ته یې ور ولېږه چې له هغوی سره خبرې وکوي او هغه ته د اسلام مبارک دین لور ته دعوت ورکړي .

حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه یوه ډله ملګري ور ولېږل یزدجرد سره یې خبرې وکولې او هغه یې اسلام ته دعوت کړو او حضرت نعمان بن مقرن المزني رضی الله عنه د فارسیانو له مشر یزدجرد سره په نرمې خبرې وکولې او هغه یې په ډېره خوږه لهجه اسلام ته دعوت کړو او څه خبرې چې هغه ورته وکولې هغه د اسلام فضائل وو ورته بیان یې کړل او ورته یې وویل : مونږ راغلی یو تاسې ته مو داسې دین راوړی دی چې هر ښه ته ښه او بد ته بد وايي که تاسې دا ومنئ مونږ لتاسې سره هېڅ غرض نه لرو د الله تعالی کتاب درته پرېږدو چې نورې فیصلې په همدې باندې کوئ او مونږ بېرته لتاسې څخه ځو تاسې پوه شه ، ستاسې وطن او ستاسې واکمني او که تاسې اسلام نه راوړئ نو بیا به اسلامي دولت ته جزیه ورکوئ او کنه نو بیا جنګ ته تیار شئ .

ددې نرمو خبرو څخه یزدجرد د خپلې کم عقلي په بنیاد غلطه استفاده وکوله هغه فکر وکاوه چې دوی نرمې خبرې ددې امله وکولې چې دوی کمزوري دي ، او د هغه وخت د ژوند پیغورونه یې صحابه وو ته ورکړل چې تر اسلام وړاندې د دوی څنګه ژوند وو ، او په غصه کې یې خبرې وکولې او دوی ته یې وویل چې تاسې هېڅ هم نشی کولی یو څو کسان راغلی یاست اوس د فارس د امپراطوري سره ډغره وهل غواړئ د اسلامي وفد نه یوه غړي حضرت مغیرة بن زرارة رضی الله عنه په غصه کې د هغه خبرې ور پرې کړې او ده مبارک هم سختې خبرې ورته وکولې بیا حضرت مغیرة رضی الله عنه ټولې هغه خبرې ور تکرار کړې چې د صحابه وو د ژوند په اړه له اسلام څخه وړاندې وې او ورته یې وویل ددې خبرو وروسته بیا الله تعالی په مونږ باندې د اسلام انعام وکولو اوس د زمکې په مخ ترهر چا غوره خلک مسلمانان دي ، تر هرچا یې غوره عقیده ده ، تر هرچا غوره وروڼه دي اوس تاته راغلی یو مونږ ته زمونږ الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم دا امر کړی چې تاته دعوت درکړو یا اسلام قبول کړه او ځان وساته ، یا د جزیې ورکولو ذلت قبول کړه او یا جنګ ته تیار شه ، یزدجرد کم عقل وو ، نه یې خپل عقل درلود او نه یې د بل چا سره مشوره کوله وفد ته یې وویل چې ځئ لاړ شئ که تاسې استاذي نه وای ټول مې وژلئ
.
او امر یې وکړ چې رستم بن فرخزاد الارمني د له فوج سره د مسلمانانو مخې ته ورشي هغه له ۱۲۰۰۰۰ (یو لک شل زره) کسانو سره را مخې ته شو او په همدې تعداد کسان يې په ځان پسې په دفاعي لیکه کې شا ته وساتل معنی دا چې ټول جنګیالي یې دوه لکه څلوېښت زره وو او جنګ ته یو لک شل زره را مخې ته شوي وو دا چې کله قادسیې ته راغلو او د مسلمانانو په مقابل کې یې مرکز جوړ کړو چې ښه دمه شو نو حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه ته یې احوال ولېږلو چې څه کسان را ولېږه چې لما سره خبرې وکوي.
حضرت سعد رضی الله عنه څه کسان ور ولېږل چې تاسې ورشئ خبرې به هم ورسره وکوئ او اسلام ته به یې دعوت کړئ پدې ډله کې حضرت ربعي بن عامر رضی الله عنه هم وو دوی چې ورغلل رستم ورته وویل :
تاسې د څه لپاره راغلي یاست؟
حضرت ربعي رضی الله عنه ورته وویل : بېشکه الله تعالی مونږ را لېږلي یو چې چاته د الله تعالی خوښه شي هغه مونږ د خلکو له بندګي څخه د خلکو د معبود (الله تعالی) بندګي ته وباسو ، د دنیا له سختي څخه یې د دنیا راحت ته وباسو ، د باطلو دینونو له ظلم څخه یې د حق دین عدل ته وباسو ، مونږ د الله تعالی دین د هغه مخلوق ته راوړی دی مونږ د الله تعالی بندګان د هغه دین ته راغواړو .
رستم ورته وویل : ما ستاسې خبرې واورېدې خو پدې کار کې څه صبر تاسې کولی شئ چې مونږ مشوره وکوو؟
حضرت ربعي رضی الله عنه ورته وویل : هو مونږ تاسې ته دری ورځې وخت درکوو یوه خبره خوښه کړه یا اسلام ، یا جزیه او یا جنګ خو والله چې د استاسې سره څومره مال دی چې دا ټول مونږ په غنیمت ونیسو تردې لا زیات مونږ دېته خوشحالیږو چې تاسې ا سلام قبول کړئ.

پدې دریو ورځو کې رستم ډېر کسان حضرت سعد رضی الله عنه ته را ولېږل ، مختلف ډول ستونه یې ورته وکول ، ورته یې وویل: که قدرت غواړئ، که مال غواړئ… په هر ډول یې کوښښ وکولو چې مسلمانان له جنګ څخه تېر کړي لکن ونه شول او مسلمانانو همدا ویل چې په دریو شیانو کې یو خوښ کړه: «اسلام جزیه جنګ»
تاریخ الطبری البدیهّ التاریخ الاسلامی ویکپیډیا

په پای کی دغه جکړه چی په ۶۵۰ م کی د خلفای راشیدین او ساسانیانو ترمینځ وسول ، څلویښت زره ایرانیان ووژل سول او جګړه د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسیدل .
په تاریخ کی د مسلمانانو د جګړو زیاتی بیلګی سته چی دا ښیی چی اسلام د توری په زور بریاوی تر لاسه کړی دی .

(۱) منجنیق : هغه لرغونی وسیله ( افزار) ده چی د شیانو په غورځولو کی کار ځنی اخستل کیږی خو د منفجره موادو څځه ګټه نه په کی اخستل کیږی .او د محاصری د ډیرو ښوو وسیلو څخه شمیرل کیده . د مؤرخینو په حواله دا وسله د میلاد څځه ۳۹۹ کاله مخکی د یو نسیسوس کلیم له خوا د سیراکوز په ښار کی اختراع سوی ده .

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه