دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخان شهيد او مورنۍ ژبه

خان شهيد او مورنۍ ژبه

ليکنه :عبدالحق(الهام ملاخېل)

د پښتون افغان وطن د ملي اتلانو په قطار کې يو نوم د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي هم دی چې د شلمې پېړۍ د برصغیر هند او د پښتون افغان وطن د ازادۍ د صف اول په مخکښانو کې يو نه هېرېدونکی رول لوبولی دی
د پښتانه قام دغه ملي اتل په شلمه پېړۍ؛ لومړۍ لسیزه کښې په عنايت الله کاريز 1907کې سترګې غځوي دا يو داسې وخت دی چي د وخت استعمار برطانوي سلطنت د پښتون افغان وطن لوی تاريخي کور د ډيورنډ او ګندمک تړونلیک په نوم د خپلو استعماري اهدافو د پاره سره تقسیم کړی دی او دغه تقسیم برخي يی د برصغیر هند حصه ګرځولي دي
د وخت استعمار دا کوښښ کوي چي تقسیم سوی پښتون افغان قام په برصغیر هند کې له خپل ملي شناخت،اختيار،ژبې ،ملي اتلانو ،جغرافیې او کلتور څخه لرې وساتي ځکه استعمار دغه کار د خپل سلطنت او واک برقرار ساتلو لپاره کاوه
د کالونيزم د پاره د نړۍ د نورو پاتې قامونو په تهذیب،کلچر،فلسفه او مذهب باندې یلغار د پاره د استعمار دغه دعوه چي« موږ یوروپين مهذب قام يو نو زموږ هر څه مهذب دي پکار دی چې د نړۍ ټول هېوادونه زموږ هر څه یعني ژبه،علم،فلسفه،نظام،معیشت،ادبیات،کلچر ومني» صرف او صرف ده خپل استعماري اهدافو د پاره وه که څه هم انګرېزي استعمار په برصغیر کې نوی تعلیمي نظام رواج کړ خو
سرکاري ژبه یې انګريزي وګرځوله تعليمي نصاب په انګرېزي ژبه بدل کړ تر څو نوی نسل له خپل تاریخ څخه ناخبره وساتي او د ځان تابع یې وګرځوي
حالانکې که د تهذیب غم یې درلود نو بیا به یې په مورنۍ ژبه کې هر څه ورکول
لنډه دا چې يو استعمار د خپلو استعماري اهدافو د پاره لومړی د يو قام اجتماعي حافظه له منځه وړي او د يوقام ټوله اجتماعي حافظه د هغه په ژبه کې پرته وي
نو د همدغه خبرې په اساس برطانوي استعمار په برصغیر هند کې لومړی ګزار په مورنیو ژبو وکړ پښتانه هم چي ده برصغیر هند برخه وو نو د هغوی مورنۍ ژبه پښتو هم وه چي پښتانه قام پرې لوستل،لیکل او تعليم کول
له استعمار څخه د خپلواکۍ اخيستلو او ملي وحدت حاصلولو د پاره که څه هم په ټول پښتون افغان وطن کښې سیاسي او مزاحمتي مبارزه روانه وه خو په سهيلي پښتونخوا کې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي هم د خپل قام اواز د سیاست،ادبیاتو او صحافت له ميدان څخه پورته کړ
خان شهيد په دې خبره یقین درلود چې که قام د ازادۍ په سنګر راټولول ،خپلواکي اخيستل او د استعمار له خپلې خاورې شړل دي نو دا کار د ژبې له لارې آسان دی ځکه چي ټول پښتون قام يوه ژبه وايي او په هغه ژبه کې د قام ټول تاریخ پروت دی چي خپله جغرافيه،کلتور،ادبیات ،ملي اتلان پکښې پراته دي ځکه چې دغه اجتماعي حافظه د
خان شهيد يواځې د سیاست له لارې نه بلکې د ادبیاتو له لارې هم خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته د خپل توان مطابق کار کړی دی او له نورو ژبو څخه یې ګڼ شمېر کتابونه خپلې ژبې ته ژباړلي دي چي د موضوعاتو په هکله مذهبي،سیاسي او روزنيز کتابونه وو ده وياړ او د ځانګړتيا خبره خو دا ده چي پښتو ژبې ته یې ځانته ليکدود ورکړ چي په پښتو لیک دود کې ځانته خپل مقام لري
د سیاست له لارې یې په لومړي ځل په آل انډيا بلوڅ کانفرنس ( 27,28,29 دسمبر کال ,1932 جېکب اباد ) کې له برطانوي نظام څخه د تعليم غوښتنه په مورنۍ ژبه کې کړېده
بیا یې د انجمن وطن ګوند په منشور او خطبه مجلس کې دغه خبره زکر کړېده
ده برصغیر هند د تقسيم څخه وروسته په پاکستان کې خان شهيد 1954 کې چي کله ورور پښتون ګوند جوړ کړی دی په هغه کې د پښتونستان خبره او پښتو ژبې سرکاري کول او تعليم په پښتو ژبه کول غوښتي دي بلکې دا یې بنيادي مطالبه ګرځولې ده
د نېپ ولي ګوند څخه له جلاوالي وروسته خان شهيد چي په 1970 کي پښتونخوانېپ جوړ کړی دی بیا یې پښتو ژبه د نصاب ،تعليم او دفتري ژبه په خپل منشور کښې زکر کړې د
دا د خان شهيد سیاسي،علمي او شعوري بصیرت وو چي ده ته 90 کاله مخته ده خپلې مورنۍ ژبې قدر او ارزښت مالوم وو
که په وسني روان وخت کي په نړیواله کچه ده مورنۍ ژبي ارزښت ته وکتل سي نو دا ډېره واضح خبره ده چي ده مورنۍ ژبې له ارزښت څخه هيڅوک سترګې نه شي پټولای د نړۍ د پرمختللو هېوادونو لوی راز هم تعليم په خپله مورنۍ ژبه او سرکاري ژبه کې دی
د اقوام متحده ايالاتونو نړيوال سازمان يونيسکو د خپل منشور په 28,29 ماده کې تعليم په مورنۍ ژبه ياد کړی دی
نو راځئ چي پښتو وليکو ،ولولو او وستايوو

پای

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه