دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پښتنو په هکله ساٸنسي څيړنه ( اخري برخه)

د پښتنو په هکله ساٸنسي څيړنه ( اخري برخه)

لیکنه : نور اپريدی 

د ډي اين اے نه خو دا ثابته شوه چې پښتانه د اريايي قبيلو نه يوه قبيله ده او دا هغه خلق دي چې په دې خاوره کښې د زرونو کالو نه اوسيږي يعني دوي د بهر نه نه دي راغلي بلکې د دې خاورې زاړه بچي دي ـ
اوس راځو او ګورو چې د ژبې په بنياد پښتانه څوک دي يعني د پښتنو ژبه پښتو د پوهانو په نظر کښې د سامي ډلې سره نزديکت لري اوکنه د اريايي ډلې سره نزديکت لري ـ

کله چې مستشرقين يعني يورپين برصغير ته نه وو راغلي نو د خلقو دا خيال وو چې پښتانه او پښتو د سامي ژبې او خلقو سره نزديکت لري خو چې د مشرق په ژبو کار شروع شو په خاصه توګه د رګويد او اويستا په ژبو کار شروع شو او د دې سره سره په پښتو کلپروتهـ کار شروع کړو نو دې سړي دا اعلان وکړو چې پښتو ژبه يوه سوچه اريايي ژبه ده ـ د دې نه پس ډار مسټيټر په پښتو باندې ښه کار وکړو او د اويستا او پښتو ژبه ٸې خپلو کښې تقابل کړه او دا اعلان ٸې په جار وکړو چې پښتو ژبه نه په هندي لهجو کښې شامله ده اونه د پارسۍ او پهلوۍ نه پيدا شوې ده بلکښې دا ژبه د زند اوستاٸي يا د ژند په شان د يو بلې ژبې نه راوتلې ده ـ چونکې اويستاٸي ژبه هم يوه اريايي ژبه ګڼلے شي نو د دې پوهه په خيال پښتو هم يوه اريايي ژبه ده ـ
مسټر جى اے ګريوسن په خپل کتاب (lanuestic of india) کښې د پښتو ژبې په حقله ډېر په تفصيل سره خپله نظريه وړاندې کړې ده او دې نتيجې ته رسيدلے دے چې پښتو يوه اريايي ژبه ده ـ
ډاکټر ترومپ د پښتو ژبې په حقله چې کوم تحقيق کړے دے د هغوي په خيال باندې چې دا ژبه د غربي ايراني په ډله کښې نه ده بلکښې دا ژبه د هند اريايي ژبو په ډله کښې شامله ده خو سوچه هندي ژبه هم ورته نه شو وٸيلے ـ
د ترومپ په خيال باندې پښتو ځان ته يوه مستقله ژبه ده چې د هندي او ايراني ژبو د مينځ کړۍ ده ـ خو ترومپ دا حقيقت مني چې پښتو يوه اريايي ژبه ده ـ

ډاکټر هنري هم پښتو يوه مستقله ژبه ګڼي او د سنسکرت او ژند سره ٸې تعلق ښاٸي ـ او تعلق وجه ٸې الفاظ د ګرامر اصول د اعدادو ساخت او وينا ښاٸي ـ
نو دا پوهه هم د پښتو د اريايي توب دعوه کوي ـ
ميجر راورټي چې په اصل کښې د اسرائيلي نظرٸې طرفدارے دے خو پښتو ژبه د اريايي ژبو نه يوه ژبه ګڼي او د زند او پهلوي تر مينځه ٸې مشابهت په ګوته کوي ـ
د پښتو ژبې په حقله د کليپروتهـ نه پس چې چا ډېر کار کړے دے هغه الفسټن دے دې سړي د پښتو ژند او پهلوي خپلو کښې مقايسه کړې ده او دې نتيجې ته رسيدلے دے چې د دې ژبو خپلو کښې ډېر زيات نزديکت دے او د مور پلار ورور او خور الفاظ ٸې د مثال په توګه راوړي دي ـ دې ښاغلي د پښتو ژبې 218 کلماتو پلټنه کړې ده او بيا ٸې دا اعلان کړے دے چې د دې کلمو تعلق د سامي ژبو سره نه پاتې کيږي بلکښې د اريايي ژبو سره نزديکت لري ـ د دې مستشرقينو نه علاوه چې پښتو ژبه ٸې د خپلو پلټنو نه پس اريايي ښودلې ده هغه انولډسن ، اولف کيرو وغيره دي ـ
په دې حقله ما يو مضمون ليکلے وو چې پښتانه ارين ولې ګڼلے شي هغه هم لوستونکي د تفصيل دپاره ليدے شي ـ
ډاکټر مجاور احمد زيار چې د بهر ملک نه ٸې په لسانياتو کښې خپل پي ايچ ډي کړې ده او يو شمير کتابونه ٸې ليکلي دي هغه هم د خپلو څيړنو نه پس پښتو يوه اريايي ژبه ثابته کړې ده او په خپل کتاب پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کښې ٸې په دې موضوع ښه پراښه بحث کړے دے د تفصيل سره د دوي دغه کتاب لوستونکي ليدلے شي ـ زيار صيب د پښتنو په مونډ باندې د ژبپوهنې په رڼا کښې غږيدلے دے ـ زيار صيب يو ځاے کښې واٸي چې د جهلم سره يوه کتبه د ساکي قام موندلې شوې ده چې په هغې کښې د ساکي قام د بادشاه دپاره د څښتن تورے استعمال شوے دے او دا تورے سوچه د پښتو ژبې ده چې نن هم په پښتنو کښې مستمل دے ـ يعني نن ٸې هم پښتانه د خپل مشر دپاره کاروي ـ
زيار صيب په دې کتاب کښې پښتو ژبه خو اريايي ژبه بې شکه چې ګڼي خو د ډاکټر ترومپ او الفسټن او مارګنسټرن هغې خبرې ته تقويت ورکوي چې پښتو ژبه نه د هندې يعني سنسکرت سره تعلق لري او نه د پارسو يا پهلوي سره بلکښې دا ژبه ځان ته يوه مستقله ژبه ده ـ خو زيار صيب پښتو ژبه د ساکي يا پاميري ژبو سره نيژدې کوي او بقاعده د دې ژبو توري راوړي ـ
زيار صيب څه توري د اوستا او پښتو راخلي چې زه ٸې دلته وړاندې کوم ـ

پښتو (ژوند) اوستا ( jvant) پښتو (ژرنده) اوستا (jarnada) پښتو( وينه) اوستا (vohuni)
داسې ډېر لفظونه دي چې زيار صيب راوړي دي او د اوستا او پښتو ٸې خپلو کښې قربت په ګوته کړے دے۔ ۔ که کوم لوستونکے په دې حقله نور معلومات غواړي نو دا کتاب دے ضرور ولولي ـ
ويلهلم ګايګر يو بل مستشرق يا بهرنے دے چې پښتو ژبه ٸې دوه او دوه څلور ثابته کړې ده چې دا يوه اريايي ژبه ده ـ د په خپل کتاب ( Etymology and lautelehre des Afghanistan) کښې پښتو په ايتمولوجي فونولوجي په چوکاټ کښې له اوستا سره څيړلې ده ـ
په ايتمولوجي برخه کښې ٸې 389 کلمې راخستې دي او د اويستا او نورو اريايي ژبو سره ٸې تقابلي جاٸزه اخستې ده چې د دې ژبو سره نزديکت لري ـ
ګايګر په خپل اثر کښې څه توري د پښتو او اويستا راوړي دي چې زه ٸې دلته د لوستونکو سره د بيلګې په توګه شريکوم :
پښتو ( مړ) اويستا (mereta) پښتو (غر) اوستا (gairi)

نيکه اويستا (Nyaka) واوره برف اويستا (vafra)

د پښتو په اريايي ثابتيدو کښې ختځ پوهه مارګنسټرن نوم هم د ذکر وړ دے دې سړي هم په پښتو ژبه کښې د قدر وړ کار کړے دے او دې سړي د دې خبرې د ثابتيدو کوشش کړے چې د پښتو ژبې تعلق د پاميري ساکي خوتني ژبو سره دے يعني يښتو خو اريايي ده خو د پاميري ژبو سره نزديکت لري ـ په اند باندې زيار صيب هم دے ـ

زمونږ سره نور شواهد او دلايل هم شته چې پښتو ژبه يوه ارياٸي ژبه ثابته کړو ـ او اوس وخت کښې خو په پښتو لينګويسټک کښې باقاعده د بهر ملکونو يعني جرمني نه تر پي ايچ ډي کچه کار کيږي ـ په زلمو ماهرين لسانياتو کښې زمونږ سره د يوسف جذاب په شان تکړه محققين شته چې د جرمني نه ٸې خپله پي ايچ ډي کړې ده او اوس وخت کښې ٸې د تهيسز کتاب هم چاپ دے هغه هم په دې ضمن کښې لوستونکي ليدلے او کتلے شي ـ
د دې نه علاوه د سډني پروفيسر احسان ازرين د پښتو او اروپاٸي ژبو خپلو کښې ريښې موندلي دي او مرکه ٸې لوستونکي اوريدلے شي هغوي په دې حقله ډېر ښه کار کړے دے چې د پښتو اريايي اړخ نور هم روښانه کوي ـ
دا ټولې خبرې يعني ډي اين اے او ژبپوهنه چې مونږ په نظر کښې اوساتو نو مونږ ته دا علوم دا اجازت نه راکوي چې پښتو ژبه او پښتون قوم د اريايي ژبو او قبيلو نه علاوه د نورو خلقو يعني سامي يا عبراني سره څه تعلق لري ـ که څوک ٸې د خوشحال بابا په يو شعر بني اسرائيل ثابتوي نو هغه هسې نوي کول کښې يوه غلطه نظريه بلکښې افسانه خواروي ـ پښتانه نه يواځې د ډي اين اے او لسانياتو په بنيادي ارين ثابتيږي بلکښې که مونږ د ارياٶ مذهبي کتابونه يعني اويستا او رګويد چې درې او څلور زره کاله زړښت لري اوګورو هغې کښې هم پښتانه لکه د نمر ځليږي او دا خبره صرف حبيبي صيب نه کوي بلکښې ټول هغه مستشرقين چې د پښتنو په تاريخ او ژبه ٸې کار کړے هغوي ټولو منلې ده چې پښتانه د دې خاورې بلکښې د رګويد او د اويستا خلق دي ـ که په پښتنو کښې د اسرائيلو څه عادات وي نو دا څه د فکر وړ خبره نه ده ځکه چې پښتانه په يو داسې ځاے کښې پراته دي چې دې ته د ايشيا د ملا تير واٸي ډېر قومونه راغلي دي لکه يونانيان ترکيان ساسانيان عرب منګول او داسې نور څه به ورنه پښتنو اخستي وي او څه به پښتنو ورکړي وي ـ خو هغه بمرني قومونه چې د پښتنو سره پاتې شوي دي هغوي په پښتنو کښې ځان داسې ضم کړے دے چې اوس ٸې هډو دا پته نه لګي چې دا څوک بل څه دي ـ زمونږ سره ٸې مثال سيدان او قريش شته دي چې اوس سوچه پښتانه دي ـ

دا ليکنه چې ما شروع کوله نو په دې نيت مې شروع کړه چې زه خپل نوي کول ته هغه څه وړاندې کيږدم چې کوم حقيقت وي ـ هيله ده چې زما دې ليکنې ته به نوے کول د قدر په سترګه ګوري ـ

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه