دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام اباد بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۴...

اسلام اباد بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۴ نور ټپیان دي.

ويب ډیسک

د اسلام اباد – لاهور پر سړک د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۴ نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د بس چلوونکي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

دغه خونړۍ پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې يوه مسافر وړونکي بس د تخنيکي ستونزې له امله د سړک په غاړه له دوو موټرونو سره ټکر وکړ او چپه شو.

د دغه بس مسافر چې په کې ښځې او ماشومان هم ؤ له اسلام اباده لاهور ته له یوه واده راګرځېدل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه