دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍبلغاريه ۴ تنه د ۱۸ افغانانو د مړینې له امله تورن ګڼلي

بلغاريه ۴ تنه د ۱۸ افغانانو د مړینې له امله تورن ګڼلي

ويب ډیسک

بلغاریايي چارواکي وایي، ۶ تنه یې له هغې وروسته د انساني قاچاق له امله مجرم ګڼلي چې تېره پنجشبه یوه کانټینر کې د ‍۱۸ افغانانو مړي وموندل شول.

چارواکو ویلي، د لارۍ موټروان او کلینر چې کله لیدلي کانټينر کې د بندو ۵۲ افغانانو له ډلې ۱۸ تنه وژل شوي او نور په بد روغتیايي وضعیت کې دي، موټر یې لوکورسکو سیمه کې پریښی او تښتېدلي دي.

د بلغاریا د پلټنو ادارې چارواکو ویلي، موټر کې سپرو خلکو څو څو ځله د موټر ودرولو لپاره کانټينر ډبولی، خو موټروان او کلینر ورته موټر نه دی ودرولی.

چارواکو زیاته کړې چې د دې قضیې په تړاو یې ۵ تنه نیولي او یو بل له هېواده بهر تښتېدلی چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله ډېری ځوانان بهر هېوادونو ته ځي. طالبانو دې پېښې ته غبرګون کې له خلکو غوښتني چې په غیرقانوني او قاچاقي لارو دې بهر ته لاړ نه شي، خو له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې هېواد کې د پاسپورټ وېش د تخنیکي ستونزو له امله بند شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه