یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو دوه تنه یې د نظام ضد تبلیغاتو په تور نیولي دي.

طالبانو دوه تنه یې د نظام ضد تبلیغاتو په تور نیولي دي.

ويب ډیسک

د طالبانو د استخباراتو ریاست وایي، د عمران احمدي او سعدالله دیدن “مشهور په حاجي کاکا”په نوم دوه تنه یې د نظام ضد تبلیغاتو په تور نیولي دي.

عمران احمدزی او سعدالله دیدن “حاجي کاکا” چې د لوګر اوسېدونکي دي، د طالبانو له لوري په خپره شوې اعترافي ویډيو کې وایي چې ټولنیزو رسنیو کې یې جعلي پاڼې لرلې او د طالبانو پر ضد یې تبلیغات کول.

پر یادو کسانو دا تور هم دی چې ترکیې ته د افغانانو د لېږد اړوند اوازو اچولو کې یې لاس درلود.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خپل حکومت پر ضد د تبلیغاتو او فېسبوکي څرګندونو له امله خلک بندي کوي.

د سعدالله دیدن “حاجي کاکا” ورور دلاور فیضان په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ورور یې هېڅ سیاسي جریان سره تړاو نه درلود او یوازې طنزیه لیکنې یې کولې. هغه له طالبانو غوښتني چې د انتقاد لپاره سینه پراخه کړي او له ولس سره ښه چلند وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه