یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهضمیر کابلوف:طالبانو د حکومت اداره کول نه دي زده کړي.

ضمیر کابلوف:طالبانو د حکومت اداره کول نه دي زده کړي.

ویب ډیسک

افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هېواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي، افغانستان کې کار او بار له خطره ډک دی او په همدې خاطر زیاتره روسي شرکتونه دې هېواد کې فعالیت نه شي کولای.

نوموړي یوې هندي رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چینايي شرکتونو دا هڅه کړې، خو بریدونه پرې له دې امله کېږي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

نوموړی د طالبانو له حکومتولۍ نهیلي ښودلې او ویلي يې دي، طالبانو د حکومت اداره کول نه دي زده کړي.

کابلوف د دې تر څنګ وایي، چې طالبانو له خپلو تېروتنو درس نه دی اخیستی او اوس هم ورته تېروتنې تکراروي.

ښاغلي کابلوف د هېواد روان اقتصادي حالت ته په اشارې ویلي، په کور دننه ولس د طالبانو لپاره یوه ننګونه کېدای شي، ځکه په وینا یې، خلکو ته به د دې وضعیت زغمل سخت وي.

د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی چې پخوا یې د طالبانو په اړه مثبت نظر درلود، له اوسنیو څرګندونو یې ښکاري چې ترې نهیلی شوی او په اړه یې پخوانی نظر په بدلېدو دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه