لیکنه : داود افغان
د شوروي د دفاع وزارت د یوې رسمي اعلامیې له مخې د افغانستان د اشغال یو مهم دلیل دا و، چې په شمال، د آمو په شاوخوا سیمو کې نا امنیو زور اخیستی او اندېښنه دا وه چې لمنه یې د منځنۍ آسیا مسلمانو جمهوریتونو ته ونه رسیږي. همدارنګه په اعلاميه کې راغلي وه: د اشغال موخه دا وه چې له افغان ملګرو سره له نړیوالو مرستو پرته په سرحدي هيوادونو کې د افغان ضد ممکنه فعالیتونو مخه ونیول شي.
ارواښاد کاکړ په افغان شوروي جګړه اثر کې ليکي، چې نورمحمد تره کي د هرات په قضیه کې له شوروي لویانو څخه په ټینګار سره د شوروي پوځیانو د راتګ غوښتنه کړې وه او د شوروي درسمي راپورونو پر بنسټ امین هم په بیلو وختو کې د شوروي سرتیرو غوښتنه کړې وه.
ګنریخ پولیکوف د کمونیست ګوند د نړیوالو اړیکو د افغانستان څانګې مشر وايي، چې څو ځله تره کي او بیا امین ۱۳ ځله د روسانو څخه د پوځونو د لېږلو غوښتنه کړې وه. پورته ادعا د تره کي او د شوروي د لومړي وزیر الکسي کاسګين ترمنځ د ۱۹۷۹ کال د مارچ پر ۱۸ نېټه (د هرات تر پاڅون درې ورځې وروسته) په تلیفون کې ثابته شوې او په هغه کې تره کي د کاسګين څخه غوښتي چې هغوی ته د مرستې په موخه د منځنۍ اسیا اصلي اوسېدونکي سرتيرې د افغان پوځ په درېشیو او پر الوتکو د افغان پوځ په نښان ټینګولو سره راولېږئ. ( سرې لښکرې په افغانستان کې کتاب ته مراجعه وکړئ).
اندروپوف خپل ځانګړې استازي جنرال ایوانوف ته دنده سپارلې وه، چې افغان چارواکو او په ځانګړې ډول امین ته ووايي چې د کې جي بي د مالوماتو پر بنسټ د پاکستان وسله وال پوځ پلان لري چې پر نورستان برید وکړي او بیا هلته مجاهدین خپل موقتي حکومت اعلان کړي. ایوانوف په همدې لیدنې کې له خپل تیري یوه ورځ وړاندې وویل؛ چې باید د افغانستان پوځ په نورستان او بدخشان کې عملیات ترسره کړي… اوومه او اتمه فرقه دې ننګرهار ته واستول شي او په بدخشان کې د عملیاتو لپاره دې د نهرین فرقه او بامیانو یو غونډ سرتیرې ولېږل شي. او د یادې تشې د ډکولو لپاره شورویان چمتو دي، چې په موقتي ډول درې کنډکونه واستوي. یو په بالاحصار، بل په بامیانو او درېیم په کیله ګي کې ځای پر ځای کړي. شوروي د یرغل لړۍ چټکه کړه او د یوې اونۍ په اږدو کې یې پنځوس زره سرتیري او بیا ډېر ژر یولک سرتیري راولېږل.
د افغانستان تر اشغال دوه اونۍ مخکې د ډسمبر پر لسمه د دفاع وزیر دمیتري اوستېنوف لوی درستیز نیکولای اګرکوف احضار کړ او امر یې ورته وکړ چې د افغانستان د لنډمهالې اشغال لپاره ۸۰۰۰۰ غښتلي سرتېرې برابر کړي، خو اګرکوف دا پرېکړه غیر مسولانه وبلله او ویې ویل، چې که خبره د اشغال وي، بیا اتیا زره سرتېرې کم دي، خو د دفاع وزیر ورته وویل: ستاسو دنده دا ده چې امر پر ځای کړئ، سیاسي بېرو ته درس مه ورکوئ. د دفاع وزیر پر همدې ماښام د بریژنیف دفترته هم وغوښتل شو. هلته ده، د بهرنیو چارو وزیر اندري ګرومیکو او د کې جي بي مشر یورې اندروپوف سره وکتل او د افغانستان اشغال یې لاسلیک کړ، خو وروسته ګرومیکو ویل چې د اشغال اصلي څېره اندروپوف و. هغه وايي، دا د اندروپوف د کې جي بي رپوټ و چې د افغانستان اشغال ته یې لاره پرانیستله، خو په خپله اندروپوف هم په بشپړ ډول د افغانستان د اشغال پلوی نه و. هغه د ډسمبر په نیمايي کې بريژنیف ته یو لیک واستاوه او ورته ویې لیکل چې په کابل کې د شوروي پوځ دوه کنډکونه چې واک ته د کارمل د رسولو لپاره کافي دي… د افغانستان اصلي اشغال د ډسمبر په دوه ویشتمه نېټه پیل شو او د الېشن او آنتونوف په ۳۵۰ ترانسپورتي الوتکو کې کابل او بګرام ته ځواکونه ولېږدول شول. ځینو سرتېرو کابل ونیو او نور بيا شمال ته واستول شول، چې د سالنګ د لارې کنټرول خپل کړي. افغانانو ډېر کم مقاومت وکړ. لامل یې هم دا و، چې فکر کېده شورویان د امین په واک کې ساتلو لپاره راغلي دي.
شوروي پوځي سلاکارانو د افغان ځواکونو د توپونو ستنې لرې کړې چې ډز ونکړي او ورته ویې ویل؛ چې د دې پر ځای به «وینټرایزد» ټانکونه ورکړل شي. د ولسمشر امین ساتونکي تر لږ مقاومت وروسته مات شول او شوروي ځواکونو امین وواژه. د یادونې وړ ده چې شوروي په کابل کې د دوو کنډکونو د شمېر برابر عسکر درلودل. د بګرام د هوايي ډګر د ساتلو لپاره د مرکزي اسیا د منتظره قطعې ځواکونه او په کابل کې د سپیتزناز قطعې سرتیرې لا له وړاندې ځای پر ځای شوې وه.
ګیورګي کورنینکو د هغه مهال د شوروي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، چې پر افغانستان د برید پرېکړه ( بریژنیف، اندروپوف، د بهرنیو چارو وزیر ګرومیکو او استینوف وکړه. ایدوارد شواردنادزه وايي، چې د سیاسي بېرو ډېری غړي د راډيو له لارې خبر شول چې پر افغانستان تېری شوی دی).
خو ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په خپل اثر ( افغان – شوروي جګړه) کې د شوروي اړوند هيښوونکي څه لیکلي دي ، چې پر افغانستان د شوروي یرغل کولو پرېکړه یو څو تنو وکړه، بيا وروسته د پولټبورو ټولو غړیو لاسلیک کړه. کان سټن ټان چرننکو، چې د پولتبورو عمر خوړلی غړی و، دغه پرېکړه په لاس ولیکله، نه د معمول په شان. د پولتبورو سکرتر د افغانستان د نامه پر ځای یوازې ((الف)) ولیکه. د یرغل یا نظامي عمل له لیکلو نه هم ډډه وشوه او سرلیک یې هم (( د الف د وضع په اړه )) و. عمر خوړلی پریژنیف چې پښې یې څکولې، سالون ته راننوت، ګرومیکو له مټې نه ونیو او په داسې حال کې چې بریژنیف شواړ پاړ ته، اوږه ورکړه او پر څوکۍ یې کښېناوه، او په غوږ کې يې په لوړ اواز ورته وویل: چې نوي اطلاعات څرګندوي چې امین څومره بد، څومره ماجرا غوښتونکی او څومره نه اټکل کېدونکی شخص دی. بریژنیف درې یا څلور دقیقې د بت په شان چوپ و، ناڅاپه پورته شو، مېز یې په سوک وواهه او نارې یې کړې (( ناولی سړی!!!)) او له سالونه ووت او د اشغال پرېکړه وروستی شوه.


