د دُکي په لوني کې چاودنې درې وروڼه وژلي، یو کس ټپي

0
65

د بلوچستان د دُکي ولسوالۍ د لوني تحصیل په کلی بختیار خان سیمه کې د اګست میاشتې، په ۳۰مه نېټه پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې درې وروڼه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، څلور کسان په موټر کې د کرنیزو چارو لپاره روان وو چې د سیمې له یوه خوړ څخه د تېرېدو پر مهال پرې چاودنه وشوه.

پولیس وايي، په پېښه کې رحمت الله، دوراني او نعمت الله، چې د سلطان زامن وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی او عتیق الله، د مولوي نېک محمد زوی، ټپي شوی دی.

د پېښې مړي او ټپي کس روغتون ته لېږدول شوي دي. تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو او نورو اړوندو ادارو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره یې لټون پیل کړی دی.

پولیس وايي، لومړنۍ څرګندونې ښيي چې چاودنه د ځای پر ځای شوې چاودېدونکې وسیلې له لارې شوې، خو د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.