د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د سخت باران له امله د یوه کور چت نړېدو په پېښه کې دوه ښځې مړې شوې او دوه نورې ټپیانې شوې دي.
پېښه د یکشنبې په ورځ د پورن تحصیل د بنیرول کلي کې شوې ده.
د ژغورنې ادارې او ځايي اوسېدونکو ویلي، چې د عین الله په نوم د یوه کس د کور یوه برخه د ډېر باران له امله ناڅاپه نړېدلې ده.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ځايي خلکو د ژغورنې هڅې پیل کړې او له نړېدلي کور څخه یې دوه ښځې ژوندۍ را وایستلې. د خاورو او خځلو له لرې کولو وروسته دوه نورې ښځې مړې وموندل شوې.
د مړو شوو ښځو له ډلې یوه د عین الله مېرمن او بله یې لمسۍ بلل شوې ده. د هغه لور او نږور په ټپي حالت کې ژغورل شوې او د درملنې لپاره د پیر محمد خان شهید روغتون ته لېږدول شوې دي.


