د بلوچستان په کوټه کې د سریاب او کچلاک ترمنځ د اورګاډي د تګ راتګ د لارې د بیارغونې او پرمختیا چارې بشپړې شوې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه پروژه د پاکستان رېل پټلۍ او د بلوچستان حکومت په ګډه، د شاوخوا ۳ میلیاردو پاکستانۍ روپیو په لګښت په ۱۲۰ ورځو کې بشپړه کړې ده.
د پروژې په ترڅ کې د سریاب او کچلاک ترمنځ د ۳۲ کیلومترو پټلۍ ترمیم او بیارغونه شوې او د پټلۍ د غاړو د پیاوړتیا لپاره هم کار شوی دی.
د سریاب او کچلاک په تمځایونو کې نوي څرخېدونکي وسایل جوړ او نصب شوي دي. د سریاب، کچلاک، شیخ مانده، بلیلي او نورو تمځایونو د ودانیو د بیارغونې او د مسافرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو چارې هم ترسره شوې دي.
د جي.او.ار تمځای بیا رغول شوی، لمریزه برېښنا او برقي سیستم ورته برابر شوی او د مسافرو لپاره نوي څوکۍ او مېزونه هم ایښودل شوي دي. د کوټې رېل تمځای او د لورِ کراز تمځای د بیارغونې چارې هم د دې پروژې برخه بلل شوې دي.
د پاکستان د رېل پټلۍ وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي ویلي چې په بلوچستان کې د خلکو لپاره د اسانه، خوندي او پرمختللو سفري اسانتیاوو برابرول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.
د چارواکو په وینا، تمه ده چې جناح پیپلز ټرېن به ډېر ژر په نوي رغول شوي مسیر کې خپل تګ راتګ بیا پیل کړي، چې له امله به یې د بلوچستان د خلکو لپاره د اورګاډي سفري اسانتیاوې لا پراخې شي.


