د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا د ایران په لارک ټاپو کې د سپاه پاسدارانو پر دوو د توغندیو ویشتلو مرکزونو هوايي برید کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د سپاه پاسدارانو دوه د توغندیو ویشتلو مرکزونه په نښه شوي دي.
سپاه پاسداران ویلي چې په برید کې یو شمېر سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ایران بیا د دغه برید په غبرګون کې ادعا کړې چې په اردن کې یې د امریکايي ځواکونو پر «ملک حسین» او «الازرق» پوځي اډو بالستیک توغندي توغولي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، اردني ځواکونو ویلي چې اته توغندي یې شنډ کړي دي.
همدارنګه، ایراني سرچینو په قطر کې د امریکايي ځواکونو د «العدید» اډې د په نښه کولو ادعا کړې ده؛ خو د دغه برید د زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.


