سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله کندهار نه سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په...

له کندهار نه سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول

ویب ډیسک

کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند وايي، سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول.

 

محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي چې، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي.

 

په همدې حال کې د کندهار د بزګرانو ټولنې مشر محمد خالد زعفران وایي، چې د دې هڅو په پایله کې راتلونکي کې به له کندهاره د وچ انځر صادرات اروپایي هېوادونو ته هم پراخ شي.

 

کندهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې ډېره برخه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍاړتیاوې پوره کوي.

 

د انځرو ترڅنګ انار د کندهار هغه مېوه ده چې د هېواد د ولایتونو ترڅنګد نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هم مینه وال لري او صادرېږي.

 

بزګران که څه هم د ۱۰۰ ټنه انځرو صادرېدل ښه خبر بولي، خوټینګار کوي چې باید نورو محصولاتو ته یې هم پر وخت د بازار غم وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه