سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پاکستان کې د افغان کډوالو د (PoR) کارتونو موده سبا د...

په پاکستان کې د افغان کډوالو د (PoR) کارتونو موده سبا د پای ته رسیږي.

ویب ډیسک

په پاکستان کې د افغان کډوالو د (PoR) کارتونو موده سبا (دوشنبې، د سپټمبر لومړۍ نیټه) پای ته رسیږي.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د سپټمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دا ډله افغان کډوال په زور سره افغانستان ته ولیږل شي.

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره افغان کډوال دا کارتونه لري.

 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان د دې پرېکړې په اړه، د زیان رسوونکو پایلو او پر ستنېدونکو د دې اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

 

دغه کارپوهانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې سمدستي د اخراج بهیر ودروي او خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه