ویب ډیسک
د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې چارواکي وايي، په پنجاب ایالت کې د سختو سیلابونو د را وتلو له لامله تر دا مهاله دوه مېلیونه وګړي اغېزمن او ۳۳ تنه نور مړه شوي دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې د پنجاب مشر عرفان علي کاټهیا رسنیو ته ویلي، له اغېزمن شویو سیمو یې ۷۵۰ زره خلک ایستلي او ۲۲۰۰ لوی او واړه کلي یې ځپلي دي.
نوموړی وايي، دې سیلابونو ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه ور اړولي او دوی هڅه کوي چې په سیلابونو کې بند پاتې خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
نوموړی زیاتوي چې په دې سیلایونو کې د خلکو ترڅنګ د ځايي اوسېدونکو څاروي هم خوندي سیمو ته لېږدول شوي، خو په خبره یې د سیلابونو له امله ښاري کانالېزاسیون تخریب شوی او په ښار کې یې جدي ستونزې را منځته کړې.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې د دغو سیلابونو له لامله عمومي لارې، کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه او کرنیز فصلونه تخریب او ګڼ نور درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
دا سېلابونه وروسته له هغه راغلل چې هند د خپلو درېیو ډک شویو بندونو اوبه پر پاکستان ورخوشې کړې.
د یادونې ده چې له جون راهیسې د سختو او مرګونو موسمي ورښتونو له امله سېلابونو پاکستان کې څه باندې ۸۰۰ کسان مړه کړي چې نیمايي یې په روانه اګسټ میاشت کې دي.
# #AFGHANISTAN #PAKISTAN #NDMA #FLOODS #PUNJAB


