سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکنړ کې زلزله؛ له ۲۵۰ ډېر کسان مړه او سلګونه ټپیان ،مرستندویه...

کنړ کې زلزله؛ له ۲۵۰ ډېر کسان مړه او سلګونه ټپیان ،مرستندویه عملیات روان دي

ویب ډیسک

 

د کنړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو شپو راپېښې شوې سختې زلزلې له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، د مړو شمېر له ۲۵۰ کسانو اوښتی او سلګونه تنه نور ټپیان دي.

 

چارواکي وایي چې د افغان هوايي ځواک درې هلیکوپترې د مزار درې سیمې ته رسېدلي او د ټپیانو د انتقال او لومړنیو مرستو لپاره یې عملیات پیل کړي دي. د کنړ والي او ورسره مل پلاوی هم سیمې ته رسېدلی، خو د خرابو لارو له امله ونه توانېدل چې د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي او اړ شول چې د لاري پر سر بیړنۍ غونډه ترسره کړي.

 

په همدې حال کې، د دفاع وزارت اعلان کړی چې نن سهار د څلورو الوتکو له لارې ۸۰۰ کیلو ګرامه درمل او د ۳۰ ډاکټرانو ډله کنړ ته لېږل شوې ده. همدارنګه، په جلال آباد زونل روغتون او د کنړ او لغمان په ولایتي روغتونونو کې د ټپیانو درملنه روانه ده.

 

له بلې خوا، د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني د زلزلې ټپیانو لیدو لپاره ولایتي روغتون ته ورغی او هلته یې له ټپیانو پوښتنه وکړه او مالي مرسته یې هم وکړه. هغه ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړه چې د ناروغانو په درملنه کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي. د روغتون مسؤلینو وویل چې دوی د خلکو د خدمت لپاره شپه او ورځ بوخت دي.

 

د طبیعي پېښو د ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي هم له خپل ټیم سره کنړ ته رسېدلی څو د اغېزمنو سیمو څېړنه وکړي او د مرستندویو هڅو منظم مدیریت یقیني کړي.

 

چارواکي او سیمه‌ییز اوسېدونکي دواړه ټینګار کوي چې د زلزله‌ځپلو خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره عاجلې هڅې خورا اړینې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه