دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهختیځ افغانستان کې د زلزله د مړه شوو کسانو شمېره له ۵۰۰...

ختیځ افغانستان کې د زلزله د مړه شوو کسانو شمېره له ۵۰۰ څخه واوښته

ویب ډیسک

د ختیځ افغانستان په تیره شپه راغلې زورورې زلزلې کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰۰ څخه زیات شوی دی.

د راپورونو له مخې، سیمه ییز خلک او د ژغورنې ډلې لا هم د ملبې لاندې بند پاتې کسان راایستلو او د ټپیانو مرستې ته بوخت دي. غیر رسمي شمېرې ښیي چې په دې زلزله کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي او لسګونه نور تر اوسه ورک دي.

چارواکي وايي چې په زیانمنو سیمو کې لا هم ګڼ شمېر خلک د ملبې لاندې دي، نو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره شته. زلزله د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ۶ درجې په شدت راغلې چې مرکز یې د کنړ ولایت ښودل شوی دی. خو د ننګرهار، نورستان او لغمان ځینې برخې هم زیانمنې شوې چې د مرګ ژوبلې راپورونه ترې ترلاسه شوي دي.

له زلزلې وروسته وروسته‌لړزې په ځانګړې توګه په ننګرهار کې احساس شوې.

د کنړ د افتونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې تر اوسه له ۵۰۰ زیات مړه او له ۱۰۰۰ زیات ټپیان تائید شوي دي، او د ژغورنې چارې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دې خواشینوونکي پېښې په اړه د غم او خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د زلزله‌ځپلو مرستې ته په ټول توان بوخت دی. د ده په وینا، د ژغورنې ډلې له ګاونډیو ولایتونو کنړ ته رسېدلي دي.

بل لور ته، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو هم د ژغورنې په چارو کې برخه اخیستې او ټپیان د هلیکوپترو او موټرو په وسیله کنړ، نورو ولایتونو او کابل روغتونونو ته لېږدول کېږي.

ملګرو ملتونو هم د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د مرستې او ژغورنې ډلې کنړ ته رسېدلي او د زیانمنو کسانو مرستې یې پیل کړې دي.

سربېره پر دې، د افتونو پر وړاندې د مبارزې مشر ملا نورالدین ترابي هم د لومړنیو مرستو له سامان سره په هلیکوپتر کې کنړ ته تللی دی.

اسلامي امارت د ژغورنې له عملیاتو سره‌سره د زیانمنو کسانو لپاره د مرستې چارې هم پیل کړي، چې پکې د خوراکي توکو، خیمو او نورو ضروري توکو وېش شامل دی.

خو سیمه ییزې سرچینې وایي چې لا هم ګڼ شمېر خلک د ملبې لاندې بند پاتې دي او د هغوی د راایستلو هڅې روانې دي. روغتیایي سرچینې وایي چې سخت ټپیان کابل او نورو ولایتونو روغتونونو ته لېږدول کېږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه