دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډاکټر اشرف غني زلزلې کې شوي تلفاتو باندې خواشيني څرګنده کړې

ډاکټر اشرف غني زلزلې کې شوي تلفاتو باندې خواشيني څرګنده کړې

پښتو جرنل

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر اشرف غني په هېواد کې زلزلې کې شوي تلفاتو په هکله خواشینۍ څرګنده کړې هغه په خپل خپور شوي بیان کې ویلي چې د هغو درندو، تلفاتو او ویجاړیو له امله چې زموږ د هېواد په ختیځو سیمو کې سختې زلزلې پېښ کړل، زیانمنو شویو کورنیو او خپل ټول ولس ته د زړه له کومي خواخوږۍ رسوم، ژوبلو ته د ټپونو د ژر رغېدو او شهیدانو ته د الهي رحمت د پېرزو دعا کوم.

 

ښاغلي غني ویلي د طبیعي ناورینو لړۍ د سېلابو په بڼه په همدغو سیمو او دغه راز خیبر پښتونخوا کې له څه مودې را روانه ده او ښیي چې طبیعت او ناورین د انسان په لاس کښل شوې لیکې نه پېژنې او د خپلو قوانینو له مخې چلند کوي او ځکه د هغو له عواملو او عواقبو سره مقابله باید په همدغو اصولو او خپلمنځي لاسنیوي وشي.

 

دغو پېښو د چاپېریال د بدلانه اغېز او له امله یې د ولس کړاوونه او دردونه بیا ځلي برسېره کړل. سره له دې چې معلومات لا دقیق او وروستي نه دي، په ټولو هېوادوالو غږ کوم، لکه هماغسې چې مو په نورو ناورینو کې لاسونه سره یو کړل او مرستې ته مو ودانګل، دلته هم یو د بل ترڅنګ ودرېږو او ګډ اقدامات وکړو.

 

له دغسې ناورینو سره د چلند اصلي لارې او اصول ډېر ښکاره دي چې د منظمو، منسجمو او بیړه نیو کړنو غوښتنه کوي چې مخکې پرې خبرې شوې دي. سملاسي باید ټول پام د زلزلې او سېلابونو له امله د پېښ شوي درد او غم سپکولو باندې ټول پاتې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه