دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین، ایران، پاکستان او هند د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې...

چین، ایران، پاکستان او هند د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته خپل پیوستون څرګند کړ

ویب ډیسک

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د یکشنبې پر شپه د افغانستان په ختیځ کې د یوې زورورې زلزلې له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړه، چې په کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان دي.
د تیانجین پرکوربتوب د شانګهای همکاريو ټولنې (SCO) په غونډه کې د وینا پر مهال د چین ولسمشر د نړیوال پیوستون پر اهمیت ټینګار څرګند کړ او وایي، چې نړیواله ټولنه باید په دې سخت او بحراني حالت کې د افغانانو تر څنګ ودریږي.
د یکشنبې پر شپه د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول.
ذبیح الله مجاهد په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې تائید کړه، چې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان دي.
دا لږ ژوره زلزله، چې د جلال‌آباد ښار د شمال ختیځ په ۲۷ کیلومټرۍ کې د ۸ څخه تر ۱۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوه؛ د څو ځواکمنو ټکانونو دوه یې ۵.۲ درجې سره مل ول، چې زیان یې زیات کړ.
په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدو او بندو سړکونو د مرستې عملیات له خنډ سره مخ کړي، چې ډېري قربانیان یې له بېړنیو مرستو بې برخې کړي دي.
د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان هم د افغانستان خلکو ته د خواخوږۍ پیغام استولی او دا هېواد یې “دوست او ورور ملت” وباله. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او اعلان یې وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت د زلزلې له کبله د قربانیانو له کورنیو سره هر راز بشري مرستو او همکاریو ته چمتو دی.
دغه رازد هند لومړي وزیر نریندرا مودي د زلزلې له کبله د رامنځته شوي زیان په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې؛ د قربانیانو کورنیو ته یې خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر رغیدو هیله یې وکړه. هغه د نوي ډیلي چمتووالی هم اعلان کړ، چې د افغانستان خلکو ته “هر ډول بشري مرستې ” چمتو کوي.
دغه راز د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار هم د حکومت او د پاکستان د خلکو په استازیتوب خواخوږي او خواشیني څرګنده کړه او وایي، چې: “مونږ له زیانمنو کورنیو سره ولاړ یوو او د ټپیانو د ژر رغېدو لپاره دعا کوو.”
ویل کیږي، چې د یکشنبې پر شپه د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول، چې په کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان مړه او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

#افغانستان #زلزله #یووالی #په‌سیمه‌کې‌هېوادونه #بشردوستانه‌مرستې #غمجنې‌پېښې #همدردي #مرسته

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه