ویب ډیسک
د طالبانو حکومت د هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د را وتلو خبرداری ورکړی.
دې ادارې ویلي، د اټکل له مخې«یکشنبه د وږي ۹» په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېزو بادونو، د تالندې برېښنا او د سختو ورښتونو له امله د سیلابونو د را وتلو احتمال شته دی.
د طالبانو تر چتر لاندې د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې په دغو ولایتونو کې د باران د ورښت کچه له ۲ تر ۲۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو حکومت د هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سیند غاړې له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د ورښتونو پرمهال دې د سیند غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او واړین تدابیر دې ونیسي.
یادې ادارې دغه راز د هېواد په سوېل ختیځو، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو او طوفاني بادونو د را منځته کېدو احتمالي خبرداری هم ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ننګرهار په اتو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د را وتلو له امله پنځه تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي و.
#
#Afghanistan #Rain


