دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۲.۳ میلیونه زیات افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي ، چې زرګونه...

۲.۳ میلیونه زیات افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي ، چې زرګونه یې په زور شړل شوي دي.

پښتو جرنل

کډوالو نړیوال سازمان په خپل خپور شوي راپور کې ويلي چې ملیونونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته ستنېدلي دي، چې ډېری یې په سختو او د نه هېرېدو وړ شرایطو کې افغانستان ته رسېدلي او له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي. د کډوالو نړیوال سازمان (UNHCR) د عاجلې مرستې غوښتنه کړې او وایي، د دغو ستنېدنو ستره کچه د افغانستان په دننه کې د بشري ناورین سبب ګرځېدلې ده.

 

سترې شمیرې: تر اوسه له ۲.۳ میلیونه زیات افغانان بېرته هېواد ته ستنېدلي، چې زرګونه یې په زور شړل شوي دي.

 

د ستنېدنې کړکېچناک سفرونه: ستنېدونکي افغانان د نیونو، بندي کېدو او شړلو له سختو حالاتو تېر شوي دي. ډېری کسان وایي، د سفر پر مهال له خپلو عزیزانو جلا شوي او د خپلو شتمنیو څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

 

زیات اړتیا: ښځې او نجونې د لا زیات محدودیت سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول د زده‌کړو او کار په برخه کې. همدارنګه قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو مدافعین او خبریالان د ستنېدو وروسته له جدي ګواښونو سره مخ دي.

 

محدودې سرچینې: د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت د دې وړتیا نه لري چې د دومره ستر شمېر بېرته راستنو شویو خلکو اړتیاوې پوره کړي. بېکاري لوړه شوې، طبیعي ناورینونه اغېزمن کړي، او موجودې مرستې بسنه نه کوي.

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د ژوند ژغورنې او بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره عاجلې مرستې برابرې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه