دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان ۹۲ سلنه خلک د نجونو د زده‌کړې ملاتړ کوي

د افغانستان ۹۲ سلنه خلک د نجونو د زده‌کړې ملاتړ کوي

راپور : داودجبارخیل

ملګري ملتونه وايي چې که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز لګول شوی، خو د هېواد د هر قشر خلک په یوه خوله د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د خپل تازه راپور له مخې، د ښار او کلي دواړو اوسېدونکو ۹۲ سلنه خلکو ویلي چې د نجونو زده‌کړه دوامداره او ضروري ده.
په دې سروې کې له ۲۰۰۰ څخه زیاتو کسانو سره د نجونو د تعلیم، دندې، امنیت او د تګ راتګ د حق په اړه خبرې شوې دي. پایلو ښودلې چې:
په کلیوالو سیمو کې ۸۷٪ نارینه او ۹۵٪ ښځې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي،
په ښاري سیمو کې بیا ۹۵٪ نارینه او ښځې په دې اړه هم‌نظر دي.

د تعلیم او پرمختګ هیله
د افغانستان لپاره د یوان ویمن استازې، سوزن فرګوسن، ویلي:
“افغان نجونې د زده‌کړې لېوالتیا لري او غواړي چې د تعلیم فرصت ورته برابر شي.”

د کورنیو په وینا، دوی غواړي خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي، ځکه پوهېږي چې زده‌کړه د هغوی ژوند ته په داسې هېواد کې مثبت بدلون راوستلی شي چې نیمایي وګړي یې د فقر تر بار لاندې دي.

پر ښځو د کار بندیز او ستونزې
په هغو سیمو کې چې د طالبانو لخوا د ښځو پر غیر دولتي موسسو کې کار کولو بندیز لګېدلی، د ۲۰۲۵ د جولای او اګست په څېړنه کې ۹۷٪ ښځو ویلي چې دغه بندیز یې په ورځني ژوند ناوړه اغېز کړی.

د راپور له مخې، د افغانستان له نیمایي زیاتې غیر دولتي موسسې اوس وایي چې دا بندیز د ښځو او نجونو ته د اړینو خدمتونو په رسولو کې د دوی وړتیا اغېزمنه کړې ده.

د ذهني روغتیا اندېښنې
د یوان ویمن په وینا، سره له دې چې پر ښځو پرله‌پسې او منظم بندیزونه لګول شوي، لا هم ۴۰٪ ښځې د بدلون او برابري هیلې لري.

خو تازه څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې درې پر څلورمه برخه ښځې خپلې ذهني روغتیا “خرابه یا ډېره خرابه” ګڼي.

په اپریل ۲۰۲۵ کې شوې مشورتي غونډې ښودلې چې:
درې پر څلورمه ښځې وايي د خپلو سیمو په پرېکړو کې یې هېڅ حق نشته،
نیمایي ښځو ویلي د خپل کورنۍ د نږدې غړو په پرېکړو اغېز نه لري،
او یوه پر څلورمه برخه ښځې وايي د خپل کور دننه پرېکړو کې هم واک نه لري.

په جون میاشت کې شوې ورته څېړنه څرګندوي چې یوازې ۱۴٪ ښځې په اوونۍ کې یو ځل له کوره وځي، په داسې حال کې چې نارینه کې دا شمېره یوازې ۲٪ ده. همدارنګه، یوازې ۴۱٪ ښځې هره ورځ لږ تر لږه یو ځل بهر وځي، خو نارینه‌و کې دا کچه ۸۸٪ ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه