پښتو جرنل
د کوټې ښاروالۍ په اداره کې د مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ پر مهال د يو ارب او ۱۷ کروړه روپو د بې ځای کیدو خبره افشا شوې دی۔
د آډېټر جنرال آف پاکستان له خوا د مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ لپاره د کوټه ښاروالۍ ادارې د جوړې شوې آډېټ راپور کې ويل شوي چې د کوټه ښاروالۍ ادارې کې د سايکل/موټرسايکل سټېنډ، سټالونو، نادرا د زيږون، ودونو او مړينې سندونو د فيس او کرايې په برخه کې د يو کروړ او درې لکه ۱۲ زره روپو د ناسم استعمال تور لګېدلی دی۔
راپور ښيي چې ښاروالۍ ادارې د پلورنځيو د کرايې، تړونونو د نوي کولو او غير قانوني اجرا په برخه کې د ۱۷ کروړه ۸۷ لکه روپو نه زياتې بې قاعدګۍ کړې دي۔ ښاروالۍ د ټاکل شوي ټېکس هدف ۸۲ کروړه ۳۶ لکه روپو پر ځای يوازې ۳ کروړه ۶۴ لکه روپۍ ترلاسه کړې، چې له امله يې خزانې ته د ۷۹ کروړه ۲۹ لکه روپو نه زيات تاوان اوښتی۔
راپور زياتوي چې د پټرول پمپ د نه نيلامېدو له امله ادارې ته د ۶ کروړه ۵۶ لکه روپو نه زيات مالي زيان رسېدلی دی، د امداد هوټل د لېز د نوي کولو په وخت کې د بازار د نرخ پر ځای کم لګولو له کبله ادارې ته کروړونه روپۍ تاوان اوښتی۔
راپور کې ويل شوي چې دښاروالۍ له خوا په جوائنټ روډ جوړې شوې ۵۴ پلورنځيو کې ۵۱ کرايې ته نه دي ورکړل شوي، چې له امله يې ادارې ته د ۳ کروړه ۴۳ لکه روپو نه زيات زیان اوښتی۔
راپور زياتوي چې د پرنس سړک پر پلورنځيو او ۵۰ کېبنونو د کرايې نه اخيستلو له کبله ادارې ته يو کروړ ۵۰ لکه روپۍ تاوان شوی، او د بکره پېړۍ ټېکه کې هم ادارې ته د يو کروړ ۴۵ لکه روپو نه زيات زیان رسېدلی۔
په پي اېس اېل لوبه د ترسره کولو د تياري په برخه کې هم د يو کروړ ۸۴ لکه روپو بې ځایي مخې ته راغلي دي۔ دا آډېټ راپور د بلوچستان اسمبلۍ د پبلک اکاونټس کمېټې ته سپارل شوی دی۔


