ویب ډیسک
زلمی خليلزاد وايي, زمونږ جګړه پای ته ورسېده اوس وخت او فرصت دی چې افغانان د خپل هيواد په اړه پريکړه وکړي او خپله جګړه هم پای ته ورسوي.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي, زمنږ جګړه پای ته ورسېده اوس د افغانانو لپاره د پريکړې فرصت او وخت دی چې د خپل هيواد په اړه په پوره خپلواکۍ سره پريکړه وکړي او خپلې جګړې ته هم د پای ټکی کيږدي.
خليلزاد وايي, طالبان اوس له ازموينې سره مخ دي چې ايا دوی کولای شي خپل هيواد د يو داسې امن او هوسا هيواد په لوري رهبري کړي چېرته چې هر افغان نارينه او ښځينه خپل هيلو ته ورسيږي, چيرته چې د افغانستان د څو رنګو کلتورونو او تاريخ ښکلا نړۍ ته وراندې کړي?


