ویب ډیسک
افغانستان کې د طلوع نیوز تلویزیوني چینل ویلي طالبانو نن په کابل کې د دوی خبریال زیار یاد او کمره مین باعث مجیدي وهلي ډبولي دي. دوی وايي پېښه داسې مهال شهر نو سیمه کې رامنځته شوې چې د دوی خبریال له بې روزګاره کسانو خبرې کولې، خو طالب وسله والو دوی له کوم معلوم دلیل پرته ووهل.
خبریال زیار یاد ویلي: “موږ دوی ته خپل کارتونه هم وښودل، خو دوی موږ په څپېړه ووهلو، بیا یې په ټوپک ووهلو او زموږ موبایلونه او د کار وسایل یې را څخه واخستل”.
د طلوع نیوز د رپوټ له مخې له کله چې نږدې دوه اونۍ وړاندې طالبانو کابل نیولی د دې ډلې وسله والو څو تنه خبریالان وهلي دي.
طلوع نیوز د طالبانو کلتوري چارو کمیسیون د مرستیال احمد الله وثیق له قوله ویلي چې دوی دا پېښه جدي ګڼي او په اړه به یې څېړنې وکړي. د دې طالب چارواکي له قوله ویل شوي چې نه یوازې دا پېښه څېړي بلکې ټولې هغه ستونزې به هوارې کړي چې د خبریالانو پر وړاندې شته.


