ویب ډیسک
د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان د پوځ له خوا په پیل شویو عملیاتو کې درې ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. راپورونه وایي، پاکستاني پوځ په باجوړ کې په شدیده توګه عملیات روان کړي او پر سړکونو يې هرځای تالاشۍ پیل کړي دي.»
د خیبرپښتونخوا لومړي وزیر علي امین ګنډا پور او عوامي نیشنل ګوند دا عملیات غندلي او د دریدو غوښتنه يې کړې ده.
دا عملیات چې د وړمه ورځ د پاکستان د پوځ له خوا په سیمه د ترهګرو د له منځه وړو په موخه پیل شوي د خلکو پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي.
د دې عملیاتو پرضد وروسته له هغې د باجوړ په مومندو کې پراخ لاریونونه پیل شول چې د پوځ په ډزو کې د اووم ټولګي زده کوونکی ووژل شو.
د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله په سیمه په زرهاوو کورنۍ د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.


