یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيمقاله|یو‌ګل او ډیر ازغی

مقاله|یو‌ګل او ډیر ازغی

لیکنه:ډاکتر یار محمد تره کی 

دا دوه کاله دی چی د افغانستان پر ځینو شخصیتونو فکر کوم چی ولی یی کږه لار ونیوله. د انقلابی انقطابونو په نتیجه کی ډیر لوړ شخصیتونه په روپی خرڅ شول او ځینو هم خپل شان او قلم پکی له لاسه ورکړ.

په حقیقت کی د پانګه والو تر ټولو با ارزښته متاع د هغوی پانګه ده او د پوهو او مخورو شخصیتونو پانګه ددوی ټولنیز اعتبار او شخصیت دی. دواړه ډلی خلک د خپلو ارزښتونو د ساتلو مسئولین دی. په داسی حال کی چی پانګه وال د خپلی شتمنی د ساتلو اوز یاتولو لپاره د هری لوبی او چل څخه ګټه اخلی خو ځینی ستر او د شخصیت لرونکی خلک د خپلو معنوی شتمنیود ساتلو لپاره سمه هڅه نه کوی. دوی د لویو انقلابی بدلونونو په وړاندی خپل ځواک له لاسه ورکوی او په ځينو معاملو کی د خپل ژوند تر ټولو لویه سرمایه وړیا خرڅوی.

دا ځل پوهاند حسن کاکړ یادوم.

پوهاند حسن کاکړ د هیواد نامتو تاریخ پوه او مسلکی کدر وو. دده لیکنی د ډیرو نورو لیکوالو لپاره د موخذ وظیفه اجرا کوی. خو له بده مرغه دده ځینی لیکنی په ډيره وړیا بیه خرڅي شوی دی. او څرنګه چی پیرودونکو یی د پیسو ښی آمیانی درلودی نو ددوی په فرمایش کاکړ صاحب خپلو تاریخی لیکنو ته ډیرانځوریز رنګونه هم ورکړی دی.

داواقعیت دی چی د ثورانقلاب څخه وروسته پوهاند صاحب سره خورا ښه چلندو شو خو دده د خلکیانو سره له ازله نه وه جوړه. کیدای شی دا د باورونو او عقایدو مسله وه او کید ای شی د پوهانو په بازار کی یی دوی ته د سیال په سترګه کتل.
که څه هم چی کاکړ د نورمحمد تره کی تر مشری لاندی د ويښ ځلمیانو په غونډو کی ګډون کاوو او په همدی دلیل د ثور انقلابی پاڅون څخه وروسته کاکړ و نازول شو او آن په ۱۳۵۷ کال کی یی د پوهنوال علمی رتبه خپله کړه.

پوهاند کاکړ زما له پلار غلام محمد تره کی سره په پشتو ټولنه کی همکاران وو. زما پلار به هره ورځ د کار څخه وروسته زما د مور سره د ورځي د زړه خواله کوله. د پوهاند حبیبی، استاد زین الله منلی او نورو کیسی به یی کولی. خو ځینی وختونه به یی د حسن کاکړ څخه سر ټکاوو چی ګواکی د تره کی سره د وروګلوی پر بنسټ یی دده سره بد چلند کاوو. البته دا خبری ما هم اوریدلی او ډير وخت به می جدی نه نیولی. ما به ویل هسی د ورځي د کار کیسه کور کی کوی. کلونه تیر شول اوما د کاکړ په باب ډیر نو معلومات تر لاسه کړل.

دا ممکنه وه چی پوهاند د نفرت او تربګلوی د آس څخه را کښته او د انقلابی بدلونونو سر ه روان شوی وای. خپل علمی او قلمی تولیدات یی د خلکو په چوپړکی د کوچنی تنخواه په بدل کی ایښی وای. خو د شورویانو ناځوانمردانه یرغل هر څه ګډ وډ کړل. کاکړ نور هم د کیڼ اړخو څخه فاصله ونیوه. ډیر وخت لا تیر نه وو چی د ببرک کا رمل په دوران کی د ډیرو نورو خلکیانو سره د پل چرخی په جیل کی د هغوی د کاسی انډیوال شو. دی چی د ډیروبند ی خلکیانو په پرتله ډیر هوښیار او روږدی ووددی پر ځای چی ددوی سره خپله اوږده تربګلوی وچلوی نو د جیل د شرایطو سره سم یی ددوی سره انډیوالی ونښلوله. حسن کاکړ نه یوازی ځان ته په جیل کی ټولنیز ډال جوړ کړ بلکه د کره او مستندومعلوماتو تر ټولو ښو منابعو ته یی لاسرسی وموند.
په هغه وختونو کی (۱۹۸۲-۱۹۸۷) خلکیان په دریو مهمو ډلو ویشل شوی وو. لمړی ډله په جیل کی وو او د حفیظ الله امین د کودتا تر نامه لاندی تر محاکمی لاندی وو. ځینی خو آن اعدام شول. دوهمه ډله په جبهوکی يراته وو او د مخی او تر شا ویشتل کیدل. دریمه ډله د دولت په سیستم کی پاتی وو او د خپلو سیاسی سیالانو سره به یی هره ورځ خپړی وی. د وروستی ډلی څخه ځینی په دفترونو کی ووژل شول او ځینو هم د سیاسی او فکری فشار له کبله وظیفی پریښودلی.

کاکړ چی په زندان کی د امین د ډلی خلکیانو سره بندی وو ددوی سره یی د خبرو اترو غولی پرانیست. ددوی څخه یی مهم او مستند معلومات را ټول کړ ل. دکاسی انډیوالی عجب خوند لری. چی توده ښوروا کی ډوډی لنده شی او بیا سېاسی بانډار پیل شی. خلکیانو هم خپلی لمنی و رته و څنډلی او چی څه بی د لوردل کاکړ صاحب ته یی ډالی کړل. کاکړ صاحب د یوه تاریخ پوه او یوه تحصیل کړی روڼ آنده په توګه وظیفه درلودله چی تر لاسه شوی معلوماتی امانت د خپل تحلیل سره یو ځای د افغانستان خلکو ته وړاندی کړی. خو داسی و نه شول. کاکړ صاحب هم د ډیرو په اصطلاح روښان فکرو په شان په ۱۹۸۷ کی کله چی د جیل څخه راخوشی شو د کباړپایتخت پیښور ته مخه کړه. ډیرو هلته د وطن اوسپنی، تاریخی آثار، ګاڼی اود خلکی حکومت اسیران خرڅول. ځینو پیلوټان خرڅول ، ځینو د بودا پښی خرڅولی او ځینو هم د وزیر اکبرخان لنګی او د دوست محمد خان د نصوارو قطعی. کاکړ صاحب دا مال د ځانه سه نه درلود خو خرچه وه لوړه او ګرمی وه ډیره. دده سره د جیل څخه راوړل شوی د خلکیانو کیسی او شواهد وو. دده سره د خلکیانو تر مینځ د ترټلو او وژلو اود شاګرد او د استاد د وروستیو شیبو کسی وی.

کاکړ د خپلو یاداشتونو د خر څلاو په کار پیل وکړ. هغه معلومات چی خلکیاتو ده ته د پلچر خی په جیل کی وړیا او د یوی خندا په بیه ور کړی وو هغه یی د دلالانو (Brokers) او نړیوال زبیښاک بازار ته ور شیوه کړل. امریکائی ، انګریزی او فر انسوی دلالان په پیښور کی ګرځیدل چی داسی یو نامی شی د ځان لپاره پیدا کړی چی د شوروی په وړاندی د تبلیغاتی کمپاین لپاره یی بیا پر خپلو دولتونو په لس او یا شل واری زیاتو پیسو خرڅ کړی. د امر یکی د سفار ت مامور چی د سی آی ای پوخ مامور وو د کاکړ صاحب پر مال ور برابر شو. دا چی دی مامور ته پکی څه ورسیدل مونږ ته نده ښکا ره. خو کاکړ صاحب پر دغو معلوماتو او په یوه کتاب کی د هغو پر را ټولولو د امریکائیانو څخه ۱۸۷ ز ه ډالر ه تر لاسه کړل . ظاهرآ معامله د یوه داسی سکالرشپ په بڼه جوړه شوی وه چی ده ته نه یوازی دغه پیسی ورکول کیدلی بلکه د یوه کال لپاره یی ورته د امریکی په هاوایی ټاپو کی چی د توریزم او ساعت تیری مرکز دی د ژوند او د نور خدمتونوسره شرایط برابرول. ددی په وړاندی لازمه وه تر څو کاکړ د افغان انقلاب په باب مستنده د دښمنی ډکه لیکنه وکړی او بیا د هغه پر مشرانو ناروا تورونه پوری کړی. د یوه کال په موده کی کاکړ صاحب ته د هاوایی د سواحلو اوبه، د محلی نجونو نڅا، د هانه لولو (Honolulu ) تودی اوبه، او د استخباراتی مامورینو له خواه د ډوډی او چکر بندوبست وشو. په پای کی کاکړ د بندی خلکېانو خبری د لندو اوړو په شان سره واړولی او را واړولی او د ثور پر “کودتا” یی یو د غنمینی ډوډی په شان کتاب ولیکو.
ددی کتاب هرکلی د امریکائیانو له خوا په خورا برم سره وشو او په پیښور کی ورته د کتاب پرانیستنه ددوی په پسو جوړه شوه.

د کاکړ صاحب کاروبار خپله لار وموندله. ډير ژر انګریزانو هم ورته خپل فرمایشونه راواستول تر څو د امان الله غازی په باب هم هغه څه ولیکی چی ملکه ویکتوریا ( Queen Victoria ) او لارد مونت بټن ( Lord Louis Mountbatten ) په خپلو سینو کی ګرځول.

دا کیسه د هغه علمی او فرهنګی ګل ده چی ډیر ازغی یې در لودل. دی یوازی ګل نه دی چی ازغی لری. ډیر نور او لوی فرهنګیان، ادیبان اومعنوی شخصیتونه زمونږ په هیواد کی وو چی تر کاکړ صاحب یی خپل نوم او شته ډير ارزانه خرڅ کړل. زه کله فکر کوم چی کیدای شی دوی مجبوره وو تر څو خپل ځان او کورنی ته ډوډی ورکړی. ډیر خلک د خپلو ماشومانو او کورنی لپاره خپل اصول او ارزښتونه بربادوی. دا په هر هیواد کی شوی دی.
خو زه يوی موضع ته ډیر ځیر شوم او پوه شوم چی تیر شخصیتونه او لوی فر هنګی انسانان مخصوص او په دوی پوری منحصر د ژوند لاره لری. ځینی وختو نه شخصیتونه لوی شی او ستر شی او د کورنی او حتی ښار او وطن د چاپیریال څخه ووزی. خو په ور ته وخت کی ددوی شعور او نړی لید په زړی محدودی کی بند پاتی شی.

خو که پوه او عالم انسان په ټولنی کی د خپلی ستر ی ونډی په باب پوه شی ، خپل ځان وپیژنی او هغه ته ارزښت وکړ ی بیا په ار زانه بیه د هغه خرڅیدل نا ممکنه شی. لیون تولستوی، ماکسیم ګورکی، باچاخان، واویلوف، حبیبی او رشاد ددی ښه مثالونه دی.
چی ستر شی بیا نو تاسی په کور او کهول پوری اړه نلری. داسی غلطی مه کوی چی د ژوندلویه پانګه موپه ارزانه د لاسه ووځی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه