محمود خان اڅکزی عاصم منیر ته :موږ پر خدای باور لرو آیا تاسو پر قیامت باور لرئ؟

0
148

پښتو جرنل

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي يوې مطبوعاتي غونډې ته وینا په مهال د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم ته وويل چې حافظ عاصم منیر صاحب، تاسو او ستاسو رژیم به دې خبرې ته څه ځواب ورکړي؟
موږ پر خدای باور لرو… آیا تاسو پر قیامت باور لرئ؟
د خلکو واړه واړه ماشومان وژل کېږي.

تاسو باید پریکړه وکړئ، آیا تاسو د دیموکراتیک تحریک ملاتړ کوئ که د فاشیسټي لیونیو؟

ښاغلي اڅکزي وویل په باجوړ کې نسل‌وژنه روانه ده. فیلډ مارشل حافظ عاصم منیر صاحب، تاسو د هیلي‌کوپټر له لارې په باجوړ کې برید کړی او واړه ماشومان مو شهیدان کړي دي.

په قرآن کریم کې الله (ج) فرمایي: د یو بې‌ګناه انسان وژنه د ټول بشریت وژنه ده.

د يادونې وړ چې د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر مشر محمود خان اچکزی، اسلام‌اباد ته د دغه تحریک د دوه ورځنۍ آل پارټیز کانفرانس لپاره رسېدلی دی. یاد ولرئ چې د اسلام‌اباد ادارې د شپې له مخې د کانفرانس تالار تړلی .