دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيله زندانه تر پاچاهۍ؛ د احمد شاه بابا

له زندانه تر پاچاهۍ؛ د احمد شاه بابا

 

لیکوال: اکادمیسین.م.ا. سیستاني؛ ژباړن: تمهید سیلانی 

 

کله چې وینو، شاوخوا ۶۰ میلیونه کردان د نړۍ په څلورو هېوادونو ـ عراق، سوریه، ایران او ترکیه ـ کې له تېرو سل کلونو راهیسې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د «کُردستان» په نوم د یو خپلواک دولت د جوړولو لپاره وسلواله مبارزه کوي، او تر اوسه پورې له ۴۰۰ زرو څخه زیات نارینه، ښځې، پېغلې، ځوانان او ماشومان په کې قرباني شوي دي، خو بیا هم نه‌دي توانېدلي چې یو خپلواک دولت جوړ کړي، نو زه د هغه ۲۵ کلن ځوان احمد خان ابدالي په اړه فکر کوم چې هېڅ نظامي یا حربی پوهنتون یې هم نه و لوستی، خو له بې‌سارې نظامي او سیاسي زړورتیا څخه برخمن و.

احمد خان ابدالي د کندهار د سدوزیو له ټبر څخه و. نوموړی په ۱۷۲۲ ز کال د هرات ولایت په ارګ کې زېږېدلی دی. په ۱۷۳۱ ز کال، کله چې د هغه مشر ورور ذوالفقار خان د نادر افشار له لوري ماته وخوړه، نوموړی بېرته خپل پلرني ښار کندهار ته ستون شو. هلته د شاه حسین هوتکي له‌خوا ونیول شو او ۸ کاله یې په بند کې تېر کړل. کله چې نادر افشار په ۱۷۳۸ ز کال کندهار فتح کړ، احمد خان او ورور یې ذوالفقار له زندانه وایستل شول او د ایران مازندران سیمې ته تبعید شول. احمد خان په ۱۸ کلنۍ کې د نادر افشار د پوځ لیکو ته داخل شو او له ۱۷۴۰ تر ۱۷۴۷ پورې یې په بیلابیلو پوځی ماموریتونو کې فعاله ونډه واخیسته، چېرته چې یې د افغان لښکرو تر څنګ ګډون درلود او د جګړو له ډګره بریالی راووت.

موږ باید د لوی خدای شکر وباسو او له احمد شاه بابا مننه وکړو، ځکه چې د نادر افشار تر وژل کېدو وروسته، هغه له خپلو افغان جنګیالیو سره یوځای د ایران له خبوشان (قوچان) څخه بېرته کندهار ته راستون شو. ابدالي ددې پر ځای چې جنګیالي رخصت کړي، ترڅو خپلو کورونو ته لاړ شي، برعکس یې د هېواد د راتلونکې لپاره ستر فکر وکړ. هغه د افغان لښکرو له مشرانو سره خبرې وکړې او دوی یې د شیرسرخ په سیمه کې یوې لویې جرګې ته راوبلل، تر څو له خپل منځ څخه یو کس د پاچا یا مشر په توګه وټاکي. له اتو ورځو بحث او خبرو اترو وروسته، افغان مشران وتوانېدل خپل زعیم وټاکي او د یو خپلواک دولت بنسټ کېږدي.

له ۶۰۰ کلونو وقفې وروسته، د پخواني خراسان له خاورې نه د افغانستان را منځ ته کېدل، یو تاریخي پرمختګ و. دا هغه وخت و چې د خوارزمشاهيانو، مغولانو، تیموريانو، صفويانو، بابريانو او د نادر افشار له‌خوا پر دې خاوره ډېر ظلمونه شوي و. هغه ظلمونه چې د خلکو له سرونو یې منارونه جوړ کړل، د هر هېواد پال انسان وجدان ته ټکان ورکوي او اړ یې باسي چې د احمد شاه بابا پر وړاندې د درناوي سر ټیټ کړي. ابدالي هغه څوک و چې موږ ته یې د افغانستان په نوم یو مستقل هېواد د میراث په توګه پرېښود.

کله چې موږ د کُردانو او فلسطینيانو د ازادۍ لپاره سرښندنې ګورو، باید ځانونه خوشبخته وګڼو چې ۲۷۱ کاله مخکې، د اکتوبر په میاشت کې، د یو زړور، بیدار او وطن‌دوست افغان تر مشرۍ لاندې، پرته له جدي تلفاتو، موږ وتوانېدو چې په ۱۷۴۷ ز کال کې د یو خپلواک دولت بنسټ کښېږدو، او دا د دې لپاره چې هېڅ پردی حاکم، والي یا واکمن نور زموږ پر برخلیک واک ونلري، بلکې موږ پخپله د خپل هېواد او برخلیک واک ولرو.

واقعاً که احمد شاه بابا نه وای، نن به مو د افغانستان په نوم خپلواک هېواد نه درلود، چې زامن، لوڼې او ولس مو پرې ویاړ کړای وی. احمد شاه بابا د یو زړور، سرښندونکي، او د برخلیک ټاکونکو جګړو فاتح و. هغه د یو ملت‌پال رهبر په توګه، د ډېرو سختیو، ګواښونو او حیاتي آزمېښتونو زغم وکړ، خو ملت ته یې عزت، وقار او خپلواکي راوړه.

احمد شاه بابا هېڅکله خپل هېواد ته خیانت نه دی کړی. هغه هېڅکله خپل هېوادوال کم‌ارزښته نه‌دي ګڼلي، هېڅکله یې ځان تر هغوی لوړ نه دی ګڼلی. نوموړي هېڅکله د عیاشۍ، ناز او نعمت ژوند غوره کړی نه‌دی او نه یې له کوم بهرني ځواک څخه امر تر لاسه کړی چې د خپل ولس پر ضد یې وکاروي. یوازینی هدف او ارمان یې د هېواد خپلواکي، د ولس سوکالي او هوساینه وه.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي به خپله خوله اخیسته او بیا به یې نورو ته وبښله، خو هېڅکله یې پخپله خوله نه‌ده پر سر کړې. لکه د یوه عادي افغان په څېر به یې لونګۍ تړله، پر فرش به له ولس سره کښېناسته، د هغوی دردونه او ستونزې به یې اورېدلې. له همدې کبله ولس هغه ته د «بابا» لقب ورکړ. روح دې ښاد! احمد شاه بابا، چې افغانستان دې موږ ته میراث پرېښود.

انګرېز د پلومات او مؤرخ الفنستون ليکلي: « پۀ رښتيا سره که چېرې پۀ آسيا کې کوم شاه د خپل ملت لۀ خوا د درنښت وړ وي، هغه پرته لۀ احمد شاه بل څوک نۀ دی.»

هغه زیاتوي:«احمدشاه پۀ مدبرانه توګه د یوې لوې امپراتورۍ بنسټ کېښود. دهغۀ د مړینې پر مهال د هغۀ متصرفات د خراسان لۀ لویدیځ څخه د هند تر سره پورې او لۀ آمو څخه د هند تر بحیرې پورې غزېدلې وې؛ هغۀ دا ټولې سیمې یا د معاهدې پۀ لاسلیک کولو تر لاسه کړې وې یا هم عملآ یې د تورې پۀ زور نیولې وې. ( الفنستن، افغانان، ترجمه فکرتن، ۳۸۱ مخ )

نو، باید د احمد شاه بابا درناوی وکړو، د هغه له مهمو سیاسي خدمتونو څخه باید مننه وشي، او د هېواد بچیانو ته باید د سترو شخصیتونو او ملي مشرانو د درناوي او قدردانۍ درس ورکړل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه