یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان په مرکز کوټه کې یې په بوجیو (ګونیو) کې د...

د بلوچستان په مرکز کوټه کې یې په بوجیو (ګونیو) کې د دوو کوچنیو نجونو مړي موندلي دي.

ویب ډیسک

پاکستاني پولیس وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې یې په بوجیو (ګونیو) کې د دوو کوچنیو نجونو مړي موندلي دي.

د سریاب څوکۍ د پولیسو یو افسر فتح پرکاني د جولای پر ۳۱مه رسنيو ته وویل، چې د خویندو مړي یې د جولای پر ۳۰مه شپې ناوخته له قمبراني سړک سره نېږدې په بنګلزیو کې موندلي دي.

نوموړي وړاندې وویل، “مړي د ماشومانو د مور د عمه (د پلار خور) له کور سره نېږدې په بوجیو کې بند پراته ول چې موږ سېول روغتون ته ولېږدول.” پولیس وايي، د یوې نجلۍ عمر درې او د بلې پینځه کاله دی.

د کوټې په سېول یا سنډېمن صوبايي روغتون کې د پولیسو سرجنې یا جراحې عایشې فیض د جولای پر ۳۱مه ويلي، تر مړینې وروسته د معاینې (پوسټ مارټم) له مخې نجونه د سا بندېدو له وجې مړې شوې دی.

هغه وايي، داسې ښکاري چې هغوی ښايي شاوخوا درې ورځې مخکې وژل شوې وي ځکه چې مړي یې په خرابېدو ول.

پولیس وايي، د ماشومانو مور او پلار له تېر یو نیم کال راهیسې له یو بله جلا شوي ول او د ماشومانو مور د خپلې عمه په کور کې اوسېده.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ماشومانې چا او ولې وژلې دي خو پرکاني زیاتوي، د پېښې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه