یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمن وايي مونږ د خپلو د تیلو په تړون...

مولانا فضل الرحمن وايي مونږ د خپلو د تیلو په تړون هم له ټرمپ نه خبریږو

ویب ډیسک

د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌‌الرحمن په پاکستاني حکومت توندې نيوکې کړي او په خبره یې د پاکستان د ملي حاکمیت او په پرېکړو کې د دولت د خپلواکۍ په اړه ژوره اندېښنه لري.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه ليکلي:«زه د یوه پاکستاني وګړي په توګه د پاکستان د خپلواکۍ لپاره سخت اندېښمن یم او دا یوه شرموونکې خبره ده، چې موږ د خپلو تېلو په تړون هم له ټرمپ څخه خبرېږو او له هند سره د جنګ او سولې پرېکړه هم له هغه اورو.»

مولانا فضل‌الرحمن زياته کړې، چې د حکومت له لوري پارلمان او ولس سره له مشورې پرته د داسې سترو پرېکړو ترسره کول ملي حاکميت تر سوال لاندې راولي.

هغه په پای کې غوښتنه کړې، چې حکومت دې ژر تر ژره پارلمان او ولس په جريان کې واچوي او جزئيات دې ورکړل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه