یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشپږيزه کرېکټ: امو نهنګانو او سپين غر پړانګانو خپلې سيالۍ وګټلې

شپږيزه کرېکټ: امو نهنګانو او سپين غر پړانګانو خپلې سيالۍ وګټلې

ويب ډیسک

د افغانستان کرېکټ شپږيزه ليګ کې د پخوا په څېر نن هم دوې سيالۍ وشوې.
لومړۍ لوبه د پامير زلمي او امو نهنګانو تر منځ وشوه چې امو نهنګانو د ۲۹ منډو په توپیر وګټله. پامیر د پچې له ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه

.
امو نهنګانو د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه چې پامير زلمي پوره نشوی کړی

.
د امو نهنګانو لوبډلمشر احسان الله جنت ۵۴ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
دويمه لوبه د سپين غر پړانګانو او بند امير ښامارانو تر منځ وشوه چې سپين غر پړانګانو په ۹۷ منډو وګټله.
بندامير پچه وګټله او دوی هم لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه. د سپين غر لوبډلې نجيب الله ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې وکړې. بهار شينواي ۵۷ او عثمان غني ۳۱ منډې جوړې کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه