ويب ډیسک
افغانستان د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې ګراهم تورپ د بریتانیا د انګلنډ ملي لوبډلې لپاره له ۱۹۸۷ تر ۲۰۰۲ کال پورې کورنیو او نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی.
ګراهم د انګلنډ لپاره په ۱۰۰ ټېسټ لوبو کې ۶۷۴۴ منډې او ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۳۸۰ منډې کړې او د خپل هېواد غوره استازیتوب یې کړی دی.
ګراهم تورپ د ۲۰۱۱ کال له اپریل د روان ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ پورې د انګلنډ او وېلز له کرکټ بورډونو سره په بېلابېلو برخو کې دنده کړې ده.
ګراهام د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې د انګلنډ یا انګلستان لوبډلې مرستیال روزونکی و او دغه راز یې یې له ۲۰۱۱ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې د توپوهنې ملي روزونکي دنده هم درلوده.


