دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي د پاسپورتونو وېش بیا پيليږي

طالبان وايي د پاسپورتونو وېش بیا پيليږي

ويب ډیسک

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست خبر ورکړی چې د وري میاشتې له شپاړسمې نېټې وروسته به په ټول هېواد کې د پاسپورتونو د وېش لړې پیل شي.

 

د دغه ریاست ویاند شفیع الله تسل نن سې شنبې (۲۰۲۲ د مارچ ۲۸ ) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هغه کسانو چې له مخکې یې د پاسپورتونو له پاره غوښتنلیکونه سپارلي د هغوی پر پاسپورتونو کار روان دی، چې د وري مياشتي تر نمیایي پوري به بشپړ او ووېشل شي.

 

نوموړی وایي چې د پخوانیو پاسپورتونو تر وېش وروسته به په ټولو ولایتونو کې هم د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شي او خلک کولای شي چې په انلاین ډول د پاسپورت غوښتلو له پاره فورمونه ډک کړي.

 

د پاسپورت ریاست ویاند زياته کړې چې په تېره څه موده کې یې د پاسپورت جوړونې په نوم یو شمېر کمېشنکاران نیولي او له خلکو غوښتنه کوي، چې د پاسپورت پر سر چا ته پیسې او کمېشن ور نه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه