ويب ډیسک
چین وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې په روانه اونۍ کې د افغانستان لپاره د چین، روسیې او پاکستان د استازو په ګډون په دې هېواد کې جوړېږي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان لپاره د دې هېوادونو د استازو پر غونډه سربېره به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، کوربه چین او همداراز د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو یا استازو غونډه به هم د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو د چین په مرکزي ښار تونزي کې جوړه او د افغانستان په اړه بحثونه پکې وشي.


