ويب ډیسک
د افغانستان کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د کرېکټ بورډ کلنۍ ناسته کې د غړو د رایو په اکثريت سره ميروس اشرف د عمومي مشر په توګه وټاکل شو. نوموړی تر دې وړاندې چارسمبالی مشر و.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه کلنۍ ناسته کې د کرېکټ کلنۍ بوديجې د تصويب تر څنګ د افغان لوبډلې لپاره د چټکو بالرانو په روزلو، شل اوريز نړيوال جام ته په مخامخ لارې موندنې، په افغانستان کې د لوبغالو د جوړولو تر څنګ په بېلابېلو موضوعګانو خبرې وشوې.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې چې په کرابين هېوادونو کې د نولس کلونو کړېکټ نړيوال جام سيالۍ روانې دي چې د افغانستان لومړنۍ لوبه په ۱۸ تاريخ د پاپوا نيو ګيني پر وړاندې وي.
بل پلو ټاکل شوې د روانې جنورۍ مياشتې پر ۲۱ نېټه افغان لوبډله د هالنډ پر وړاندې د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالي ترسره کړي.


